د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د ملي امنیت سلاکار اسراییل او ترکیې ته ځي


د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټون.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټون.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وايي د اسرایيلو او ترکيې سفرونه به کوي او هلته به له شام څخه د امریکايي ځواکونو د ایستل کېدو موضوع تر څنګ پر دې خبرې کوي چې واشنګټن او ملګري هېوادونه دې څنګه په سیمه کې د ایران د وارنکارو فعالیتونه مخه نیولی شي.

د جنورۍ پر درېیمه پر ټویټر پاڼه په پیغام کې بولټن وویل چې د هغو لارو چارو په اړه به هم خبرې کېږي چې څنګه په سیمه کې د اسلامي دولت وسله والو د بیا سر راپورته کېدو مخنیوی کېدای شي.

بولټن وايي، ترکيې ته د سفر پر مهال به ورسره د امریکا د ګډو ځواکونو مشر جنرال جوزف ډنفورډ هم وي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ډېسېمبر پر ۱۹مه په هغه اعلان سره د امریکا د پارلیمان غړي او پوځي مشران حېران کړل چې وې ویل له شامه به ۲۰۰۰ امریکايي عسکر باسي.

اسرايیلو په دې اړه اندېښنې څرګندې کړي او وايي چې له شامه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره به ایران وکولی شي چې هلته خپل اثر ولري.

XS
SM
MD
LG