د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ملي امنیت سلاکار هند ته تللی


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب

کابل - د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د د جنورۍ پر درېیمه هند ته تللی.

د ملي امنیت شورا دفتر مرستیال ویاند عبدالکبیر واثق له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، دغه سفر د هند د ملي امنیت د سلاکار په رسمي بلنه شوی دی.

د نوموړي په خبره، په‌ دغه سفر کې د سولې او امنیت په تړاو د کابل او دلي ترمنځ په همکاريو خبرې کېږي:

"د افغانستان ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمد الله محب د هند د ملي امنیت سلاکار [اجیت دوول] په رسمي بلنه دغه هېواد ته د دوه اړخیزو همکاریو، د سولې پروسې او د امنیت په برخه کې د همکاریو اړوند خبرو لپاره ولاړ او ممکن د یوې یا دوه ورځو په ترڅ کې په‌ دې اړه خبرې وشي."

هند افغانستان ته له ژمنو هېوادونو بلل کېږي چې له کلونو راهیسې له افغانستان سره په پوځي او اقتصادي برخه کې همکارۍ کوي.

د افغانستان د پارلېمان د ودانۍ جوړولو مالي مرسته او په هرات کې د سلما بند جوړول او همدا شان په پوځي برخه کې د څو هلیکوپټرو ورکړه، د هند له مهمو مرستو ګڼل کېږي.

سره له دې چې ځېنې وخت د کابل او نوي دلي اړیکي د اسلام‌اباد د غصې راپارېدو لامل شوي، خو د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ پر ۲۰۱۷ز د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتېژۍ د اعلان پر مهال له هنده په افغانستان کې په پوځي او اقتصادي برخه کې د مرستې او همکاریو غوښتنه کړې وه.

همدا شان د امریکا ولسمشر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې باید د ترهګرو پر وړاندې هند، روسیه او پاکستان وجنګېږي نه امریکا.

ټرمپ چې د جنورۍ پر دویمه یې د کابینې په یوه غونډه کې خبرې کولې په افغانستان کې یې د خپلو نړیوالو همکارانو کمې مرستې ته اشاره وکړه او د پېغور په ډول‌ یې د هند وزیراعظم نرېندرا مودي مخاطب کړ او و یې‌ ویل چې مودي په وار وار ورته ویلي چې هېواد یې افغانستان کې یو کتابتون جوړ کړی، په‌ داسې حال کې چې د ټرمپ په خبره د دغه کتابتون د جوړولو لګښت په افغانستان کې د امریکا د پېنځو ساعتونو له لګښت سره مساوی دی.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د سولې په تړاو د بحثونو تودېدل او په‌ دغو خبرو کې د امریکا، پاکستان، سعودي عرب، متحده عرب اماراتو، چین او ایران شاملېدل، خو د هند حضور کمرنګه ښکاري.

د نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان وایي، په‌ داسې شرایطو کې افغانستان غواړي د نېږدې همکار په توګه د هند زیاته ونډه جلب کړي.

له دې ډلې انتظار خادم وایي:

"تاسو ولیدل چې ټرمپ د نرېندرا مودي په اړه خبرې وکړې او و یې‌ ویل چې هر وارې چې هغه ګورم خپل کتابتون زموږ پر مخ راولي او ټرمپ دا هم وویل چې دا مصرف زموږ د پېنځو ساعتونو تر اندازې هم نه‌ دی. نو ښه ده چې حمدالله محب هند د خپلو مسوولیتونو د ترسره کولو لپاره وهڅوي او ورته ووایي چې حالت داسې دي چې هند دې داسې خپل مسوولیت ترسره کړي چې هم د افغانستان ګټې او هم د هند ملي ګټې پکې تضمین شي."

خادم دا هم وایي، افغانستان باید له هند سره په‌ دې برخه کې دوه اړخیزې همکارۍ له سره پیل کړي.

د هغه په خبره، هند کولای شي، د پوځي برخې د تجهیزاتو او ځواکمنولو په برخه کې خپلې همکارۍ زیاتې کړي.

رپورټ: فېروزه عزیزي، ازادي راډیو

XS
SM
MD
LG