د لاسرسي ځای

تازه خبر

شاعر او څيړونکی ډاکټر اقبال نسيم خټک وفات شو


ډاکټر اقبال نسيم خټک
ډاکټر اقبال نسيم خټک

پښتون شاعر، ليکوال او څيړونکی ډاکټر اقبال نسیم خټک د ۷۷ کالو په عمر کې په پېښور کې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه وفات شو. پروفېسر اقبال نسیم خټک د پښتو ژبې لومړی پي اېچ ډي وو.

هغه د پښتو ژبې په شاعرانو او لیکوالانو کار کړی او کتابونه يې پرې چاپ کړي دي. هغه په خوشال خان خټک خپله پي اېچ ډي کړې وه او په خپل دغه کار یې یو کتاب (خوشال او جمالیات) هم لیکلی دی.

د ډېر ادب نه یې زیر زیر مخ ته کتلی نه شم ــ ډېر ریاضت غواړي چې عشق دې مرحلې ته راځي
د ډاکټر اقبال نسيم خټک يو شعر

پروفېسر اقبال نسیم خټک د پېښور پوهنتون پښتو څانګې پروفېسر او وروسته یې مشر شو. د پېښور پوهنتون استاد پروفېسر اباسین یوسفزی يې په اړه وايي: ((په خوشال بابا یې درې کتابونه لیکلې دي. اقبال نسيم خټک د یو نقاد په حېث هم پېژندل کېدو او په کلاسیکي شاعرۍ یې هم لیکل کړي دي. په حمید بابا،کاظم خان شېدا او نورو شاعرانو یې لیکل کړي دي او دغه کتاب یې د دردانې په نوم چاپ کړی. د رنګ و بو قافلهیې یو بل کتاب دی چې پکې يې په ځینو نورو شاعرانو څېړنې کړې دي.))

پروفېسر اقبال نسیم خټک په خپله یوه مقاله کې وایي چې په ۱۹۶۷ کال کې ده په ټل کې د انګریزۍ ژبې د استاد په حېث کار پېل کړ. د هغه په خبره د ټل سره ډېره مينه لري.

خپل خپل قسمت دی ګني موږ د چا نا کم خو نه یو ــ چاته ګلونه شي ازغي چاته ازغي ګلونه
د ډاکټر اقبال نسيم خټک يو شعر

د پېښور پوهنتون د پښتو اکېډمۍ پخوانۍ مشره پروفېسر ډاکټر سلما شاهین وایي ډاکټر اقبال نسیم خټک یې استاد پاتې شوی او زیاتوي هغه به زیات پام څېړنې کولو او یا ریسرچ ته کاوه. (( اقبال نسیم زیات کار په خوشال بابا کړی. هغه مختلفې څېړنې کړي دي او په زرګونو شاګردان یې دي. د پښتو د پي اېچ ډي د زده کونکیو کار یې کتلی او هغوی ته یې لارښوونه کړې ده.))

اقبال نسيم خټک په ۱۹۴۲ کې په کرک کې پېدا شوی وو. او شاګردان چې اوس یې ځینېپه پېښور پوهنتون کې استادان دي وایي ډاکټر خټک د پښتو ژبې یوه ستره سرمایه وو چې کمی به یې تل محسوسیږي.

XS
SM
MD
LG