د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنګلادېش واکمن عوامي لیګ په ټاکنو کې اکثریت ترلاسه کړی


اپوزیشن په ټاکنو کې د ټګۍ تورونه پورې کړي چې کمېشن یې پلټنې کوي
اپوزیشن په ټاکنو کې د ټګۍ تورونه پورې کړي چې کمېشن یې پلټنې کوي

پراګ - د بنګلادېش د انتخاباتو کمېشن وايي، واکمن عوامي لیګ د ډېسېمبر ۳۰مې په انتخاباتو کې اکثریت تر لاسه کړی دی.

د ډېسېمبر پر ۳۱مه کمېشن وویل چې د وزیراعظمې شېخ حسینې واجد اتحاد له ۲۹۸ څوکیو څخه ۲۷۸ ګټلې دي.

کمېشن وايي، د اپوزیشن بنګلادېش ملتپاله ګوند یوازې شپږ څوکۍ ګټلې دي. دې ګوند په ۲۰۱۴ز کال کې له ټاکنو پرېکون یا بایکاټ کړی وو.

په بنګلادېش کې د پارلېمان ۳۰۰ څوکۍ دي چې پر یوې یې د تاوتریخوالي او پر بلې یې د نوماند د مړینې له کبله ټاکنې وځنډول شوې.

د ډېسېمبر پر ۳۰مه رویټرز اژانس، اسوشي اېټډ پرېس او د فرانسې خبري اژانسونو د ټاکنو په بهیر کې د تاوتریخوالي او نښتو خبر ورکړ چې پکې له ۱۵ زیات کسان ووژل شول.

همدې اژانسونو په بېلا بېلو سیمو کې د انتخاباتي بې قاعدګیو او ټګیو رپورټونه هم ورکړل چې انتخاباتي کمېشن یې پلټنې کوي خو دا یې نه دي ویلي چې ایا د پلټنو به پر انتخاباتي پایلو اغېز وي او که نه.

د عوامي لیګ له اکثریت سره شېخ حسینې واجد ته موقع برابرېږي چې په پرله پسې درېیم ځل وزیراعظمه شي.

د رویټرز اژانس په وینا، حسینه واجد له شاوخوا یوې لسیزې راهیسې د هېواد وزیراعظمه ده او په بنګلادېش کې د پرمختیايي کارونو او اقتصادي ودې دعوې کوي خو مخالفین پر تور پورې کوي چې په واکمنۍ کې یې د بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوې دي او د رسنیو غلي کولو هڅې کوي.

نوموړې دا تورونه ردوي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG