د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ له افغانستانه د سرتېرو ایستلو پرېکړه نه ده کړې: سپینه ماڼۍ


له افغانستانه د سرتېرو ایستلو خبر پر سر پر ټرمپ نیوکې شوې وې
له افغانستانه د سرتېرو ایستلو خبر پر سر پر ټرمپ نیوکې شوې وې

پراګ - سپينه ماڼۍ وايي، د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر اوسه پرېکړه نه ده کړې چې له افغانستانه به خپل نيمايي سرتېري باسي او نه يې هم دفاع وزارت ته د دې پروسې د پېلولو امر کړی دی.

امریکايي او نړیوالو رسنیو د ډېسېمبر ۲۰مې پر شپې ناوخته مهال وویل، ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستان څخه د "پام وړ" امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه غور کوي.

ځېنو رسنیو د امریکايي چارواکو په حواله ویلي ول چې په دې اړه ټرمپ وار له مخه فیصله هم کړې ده.

وال سټریټ ژورنال هغه مهال ویلي ول چې، ځېنو لوړپوړو امریکايي چارواکو ورته د نوم نه ښودو په شرط ویلي دي چې ټرمپ "غواړي هغه ممکنې لارې چارې وڅېړي چې ورسره شخړې او جګړې پای ته ورسي."

د فرانسې خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي په حواله ویلي ول چې له افغانستانه د "پام وړ" امریکايي سرتېرو ایستلو په اړه فیصله شوې ده.

امریکا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره سرتېري لري چې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ملي ځواکونو د روزنې او هغوی ته د مشورو ورکولو دنده تر سره کوي.

امریکايي ټېلېوېژن سي اېن اېن او نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د ډېسېمبر پر ۲۰مه خبر ورکړ چې ټرمپ وار له مخه امر کړی دی چې له افغانستانه د خپلو شاوخوا نیمايي سرتېرو د ایستلو پلان جوړ کړي.

د دې خبر له کبله پر ولسمشر ټرمپ په امریکا کې دننه ډېرې نيوکې وشوې.

خو د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند ګېريټ مارکویس د ډېسېمبر پر ۲۸مه رسنيو ته په لېږدولي برېښليک کې ويلي چې ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه نه ده کړې چې امريکا به په افغانستان کې خپل سرتېري کموي.

دی زیاتوي، ولسمشر د دفاع وزارت یا پېنټاګان ته هم نه دي ویلي چې له افغانستانه د سرتېرو ایستلو بهیر پیل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG