د لاسرسي ځای

تازه خبر

'مونږ يو د خېبر زلمي' سندرې خالق يونس قياسي ومړ


يونس قياسي
يونس قياسي

پېښور ـ د پښتو، اردو او هندکو ژبو ليکوال، شاعر او خبريال یونس قیاسي د ۷۷ کالونو په عمر د ډېسېمبر پر ۲۸مه په پېښور کې له دې نړۍ د تل لپاره سترګې پټې کړې. نوموړی نن [ډېسېمبر ۲۹مه] د پېښور په هزارخوانۍ کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.

مونږ يو د خېبر زلمي پښتو زمونږه شان دی....مونږه پښتانه یو په وطن مو ځان قربان دی.

یونس قیاسي پر دې پورتني مشهور نظم سربېره د پښتو یو شمېر مشهورې ډرامې او د فلمونو کیسې او سندرې لیکلې وې. نوموړي په ورځپاڼو کېهم ليکنې کولې. د نوموړي د اردو ژبې د کالمونو یو مجموعه د "قیاس آرائیا " په نوم چاپ شوې ده. پر دې سربېره د نوموړي د پښتو ژبې د شاعرۍ کتاب "شپه په مېکتون کې" چاپ ته تیار وو خو له ناروغۍ له وجې يې چاپ نه کړای شو.

د یونس قیاسي زوی راحیل قیاسي مشال راډيو ته وويل چې پلار يې د ساه لنډۍ ناروغي درلوده او د تيرو شپږو کلونو راهیسې په کور کې ناروغ پروت و.

د پښتو ژبې ډرامه ليکونکی، شاعر او د ډرامو اداکار فریدالله شاه حساس مشال راډیو ته وویل چې دوی تل د یونس قیاسي له فنه زده کړه کړې.

"قیاسي په خېبرپښتونخوا کې یواځینی لیکوال و چې په پښتو، هندکو او اردو کې به يې لیک کاوه. ډرامه فلم به يې لیکل او د یو ښه شاعر سره سره یو ښه خبريال هم و نو که هغه ته موږ د قلم مزدور ووایو نو غلطه به نه وي ځکه چې هغه ټول عمر د قلم مزدوري وکړه."

له مشال راډیو سره خبرو کې د پښتو ژبې يو بل ليکوال او شاعر اباسین یوسفزی وايي چې د یونس قیاسي غوندې لیکوالان په پيړيو کې یو پیدا کېږي.

"یونس قیاسي صېب به اکثر ماته ویل چې زه پښتو د مور لپاره لیکم، هندکو د پلار لپاره او اردو د ځان لپاره لیکم نو هغه د دریو واړو ژبیو تکړه لیکوال و او په خصوصي توګه د پښتو فلمي شاعرۍ او د پښتو فلمونو کیسو لیکلو ته يې ډېر دوام ورکړې و."

د دې لیکوالانو وینا ده چې زياتره وخت د پښتو ژبې لیکوالان او د هنر او فن سره تړلي خلک د ناسمې درملنې یا ناچارۍ له کبله ژوند له لاسه ورکوي نو باید حکومت د دې کار لپاره یو خصوصي فنډ جوړ کړي. بلخوا د خېبرپښتونخوا د کلتور څانګه وايي دوی د صوبې ضرورت منده هنرمندانو، فنکارانو او لیکوالانو ته د یو کال لپاره هره میاشت ۳۰ زره روپۍ وظیفه ورکوي.

XS
SM
MD
LG