د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام پوځ مهم شمالي ښار منبج ته داخل شوی


په شام کې د شامي ځواکونو عملیات.
په شام کې د شامي ځواکونو عملیات.

پراګ - د شام حکومتي عسکر په تېرو شپږو کالونو کې په لومړي ځل مهم شمالي ښار منبج ته له هغې وروسته داخل شوي دي چې د کردانو په مشرۍ ملېشه ځواکونه وایي، د ترکي عسکرو د حملې د خطر له وجې یې شامي ځواکونو ته د دغې سیمې د خوندې ساتلو بلنه ورکړې ده.

روس چې د شام د حکومت ملاتړ کوي د ډېسېمبر پر ۲۸مه یې د دغه پرمختګ هرکلی کړی. بلخوا ترکيې د دې اقدام سخت مخالفت کړی دی.

​ترکيه د شامي کردانو مخالفت کوي او د دمشق حکومت پرضد د جګړه کوونکیو یاغي ډلو ملاتړ کوي.

د شام جمهوري عسکرو چې مشري یې د امریکا ملاتړ لرونکې کرد ملېشه کوي، په ۲۰۱۶م کال کې منبج ښار د اسلامي دولت وسلوالې ډلې څخه نیولی و.

بلخوا انقره وایي، په شام کې د کردانو ملېشه ځواک په ترکیه کې د لاقانونه ګرځول شوي کردانو کارګر ګوند سره تړاو لري او دوی به یې پرخلاف کاروایي کوي.

د شام جمهوري عسکرو له هغې وروسته له حکومت سره اتحاد کړی چې د ډېسېمبر پر ۱۹مه امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي و،دی به له شامه ټول امریکایي عسکر باسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG