د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت دې په اورکزيو کې بیا سرشمېرنه وکړي: اروکزي مشران


د اورکزو نقشه.
د اورکزو نقشه.

د خېبر پښتونخوا د قبايلي سيمې اورکزيو ضلعې مشرانو او ځوانانو له حکومته په سیمه کې د بیا سرشمېرنې غوښتنه کړې ده.

دوی د ډېسېمبر پر ۲۷مه په پېښور پریس کلب کې د یوې غونډې پر مهال وویل په سرشمېرنه کې د اورکزو سمه ابادي نه ده ښودل شوې نو ځکه په دغه اساس دې نوې حلقه بندۍ او د وسایلو وېش نه کوي.

یو ځايي مشر ملک مثل خان پرون مشال راډیو ته وویل چې د ۱۹۹۸م کال د سرشمېرنې له مخې د دوی ابادي ۲۵۳۰۰۰ وه خو په ۲۰۱۷م کال کې زموږ ابادي ۲۵۴۰۰۰ ده چې دا ناسمه ښودل شوې ده. د نوموړي په وينا دا وخت د دوی ابادي اته لکه ده.

مثل خان زياته کړه که د دوی دا غوښتنه ونه منل شوه نو دا معامله به عدالت ته وړي.

د دوی په خبره د کډوالۍ له امله د سیمې د اوسېدونکو سم شمېر نه ښودل له دوی سره بې انصافي ده.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د اورکزیو استازي جواد حسېن مخکې مشال راډیو ته ویلي و چې دا معامله یې وزیراعظم عمران خان ته رسولې ده چې د دغه ستونزې د هوارولو باور یې ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG