د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د افغان چارواکو سره نه، خو امريکايي چارواکو سره وکتل


د طالبانو د قطر د دفتر غړي چې په مسکو کې يې په مذاکراتو کې برخه اخيستې وه
د طالبانو د قطر د دفتر غړي چې په مسکو کې يې په مذاکراتو کې برخه اخيستې وه

په متحده عرب اماراتو کې په دوو جلا جلا غونډو کې د افغانستان روانې جګړې لپاره د حل لارې موندلو کوښښ شوی. د جګړو په اړه شمېرې راټولوونکي ويب سايټ، اکليډډاټا ډاټ کام (AcledData.Com) ليکلي چې يوازې د روان کال له پېل راهيسې په افغانستان کې جګړې څلور څلوېښت زره شپږ سوه پنځه پنځوس خلک وژلي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامېچي ياما مېتو پر طالبانو او افغان حکومت غږ کړی چې د مخامخ په خبرو کولو سره دې جګړه ختمه کړي. هغه نن په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې وويل چې هيله من دی د مذاکراتو برابروونکي هېوادونه خپله همکاري زياته کړي.

نوموړي زياته کړه: ((راتلونکی مهم قدم به دا وي چې طالب او افغان حکومت استازي سره نېغ په نېغه خبرې وکړي. دوی به په رسمي توګه هغه مذاکرات خپلې کړي چې د روغې جوړې د خبرو لپاره لار برابره کړي. دې سره به دوی وکړای شي چې سوله ييز جوړجاړي ته څنګه ورسېږي. زه د جګړې پر ټولو خواوو دا ټينګار هم کوم چې د تشدد کمولو او په ځانګړې ډول ملکي وګړو ته د زيان رسونې مخنيوي لپاره دې لاس په کار شي.))

که طالبان سوله غواړي نو بايد د افغان چارواکو سره وګوري ځکه چې آخري جوړ جاړی خو به د هغوی سره کوي
مايکل کوګلمين

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو ورځو کې په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان سولې په اړه دوه غونډې شوې دي. د دسمبر په شپاړسمه د افغانستان ملي امنيت سلاکار حمدالله محب په ابوظبۍ کې د امريکې، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو استازو سره خبرې کړې دي. د هغه وياند احمد طارق ارين نن مشال راډيو ته وويل چې په خبرو کې د افغانانو په ملکيت او مشرۍ د مذاکراتو ټينګار شوی دی. هغه زياته کړه چې په دې مهال د طالبانو او ډاکټر محب ترمنځ کوم ملاقات نه وو ترتيب شوی.

طالبانو هم رسنيوو ته په ليږلي پېغام کې ويلي چې په ابوظبۍ کې د افغان حکومت چارواکو سره نه ګوري. د نه لېدو دليل يې نه دی ښودلی. د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي وو چې د امريکې او طالبانو ترمنځ د دسمبر د ۱۷مې مذاکراتو موقع دوی برابره کړې.

واشنګټن مېشته، سياسي چارو څېړونکی مايکل کوګلمين مشال راډيو ته وويل چې د افغان حکومت سره د طالبانو ملاقات نه کول د جګړې ختمولو لپاره د دې ډلې په نېت شک پېدا کوي. هغه زياته کړه: ((زما په فکر د امريکې لپاره به لومړی کار دا وي چې طالبان پر دې قانع کړي چې د افغان حکومت سره خبرې وکړي ځکه چې هر جوړجاړی کېږي نو په آخره کې به د دغه حکومت سره کېږي. په کابل کې هم دا خبره پخه ده چې مذاکرات بايد د افغانانو په مشرۍ او ملکيت ترسره شي.))

د طالبانو په لويو غوښتنو کې له افغانستانه د خوا او شا لس زره بهرنيوو ځواکونو د ويستلو لپاره د مهالويش ټاکل او د بنديانو خوشي کول شامل دي. افغان چارواکي بيا وايي چې پر دې مسلو هله خبرې کېدای شي چې د دواړو خواوو ترمنځ نېغ په نېغه خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG