کوټه- د بلوچستان د روغتیا چارواکي وايي چې د روغتیا صوبايي ادارې د ماشومانو د نړيوالی ادارې [UNICEF] په مرسته په کوټه، پښين او قلعه عبدالله ضلعو کې سروې کړې او شاوخوا څلور لاکه ماشومان یې کتلي دي.
په دغو کې ۳۱ زره ۴۵۰ ماشومان داسې موندل شوي چې د خوراک له کمي سره مخامخ دي.
د ډېسېمبر پر ۲۳مه په کوټه کې جوړې شوې غونډې ته د وينا پر مهال د بلوچستان د روغتیا صوبايي وزیر نصیب الله مري وویل چي په ټوله صوبه کې په ماشومانو کې د خوراک د کمي پوره کولو لپاره په بېړنۍ توګه کارپېل شوی دی.
پر دې مهال يو ډاکټر عابد پانیزي مشال راډيو ته وويل چې په کوټه کې د ماشومانو حالت ډېر خراب دی.
د نوموړي په وينا په ليرې برتو او کليوالو کې سيمو کې څه هم ماشومان د خوراک له کمي سره خامخ دي خو هلته مېندې ماشومانو ته د سينې شيدې ورکوي چې د هغوی حالت ورسره سمېږي.
غونډې ته په وینا کې د پاکستان د قومي اسمبلۍ مرستيال سپیکر قاسم خان سوري وویل که په صوبه کي د ښځو تعلیم زیات وای نو نن به د ماشومانو وضع دومره خرابه نه وه.
نوموړي ټينګار وکړ چې مېندې بايد لږ تر لږه ماشومانو ته تر دوو کلونو پورې خپلې شيدې ورکړي.
غونډې ته په اسلام اباد کې د ماشومانو د روغتیا د ادارې مشر ډاکټر بصیر اڅکزي وویل چې په بلوچستان کې د ماشومانو خوارځواکي د دوی لپاره لوی چېلنج دی.
نوموړي زياته کړه چې دوی به داسې پلان جوړوي چې له مخې به يې د پاکستان مرکزي حکومت او له نړيوالو ادارو د مور او ماشوم د روغتيا لپاره مرستو غوښتنه کوي.