د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرمه والو احتجاج ختم کړ


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:58 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د کرمې قبایلي ضلعې یو شمېر اوسېدونکو په پېښور کې له تېرو څلورو ورځو روان احتجاج نن د ډېسېمبر پر ۲۵مه ځنډولی دی.احتجاج له هغه وروسته ختم شوی دی چې د خیبر پښتونخوا د وزیراعلی ویاند اجمل وزیر بېګا ورسره ولیدل او د هغوي د غوښتنو د پوره کولو ډاډ یې ورکړ.د کرمې د ګنداو قبیلې دې احتجاج کوونکو غوښتنه کوله چې حکومت دې د دوی په سیمه کې د معدنیاتو پر را اېستلو بندیز لري کړي. د احتجاج کوونکو یو مشر ملک مراد خان مشال راډیو ته وویل:څلور میاشتې کېږي چې لارې یې بنده کړې مالونه نه پرېږي له ډېرو ستونزو سره مخ یو. اوس په احتجاج راوتلو یو چې حکومت ته خپل غږ پورته کړو. احتجاج کوونکو مشال راډیو ته وویل چې که حکومت یې په ۱۰ورځو کې مسله هواره نکړه نو د ګورنر د کور مخې ته به پرلت وهي.

XS
SM
MD
LG