د لاسرسي ځای

تازه خبر

اندونيزيا: د څونامي له کبله د مړو شمېر تر ۲۸۰ واوښت


اندونیزیا کې تر اوسه د مړو کسانو شمېر تر ٢٨٠ اوښتى
اندونیزیا کې تر اوسه د مړو کسانو شمېر تر ٢٨٠ اوښتى

په اندونيزيا کې د سمندري توپان يا څونامي کې د ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو هڅې روانې دي.

د څونامي له کبله د مړو شمېر تر ٢٨٠ اوښتى دى.

په اندونيزيا کې د وروستي توپان د ژوندي پاتې شوېو کسانو د موندنې لپاره د ژغورنې ماموران خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

چارواکي وايي، په دغه سمندري توپان يا څونامي کې تر ١٠٠٠ زيات نور کسان ټپيان شوي هم دي.

دوى د ډیسمبر په ۲۴ مه وويل، ښايي د شنبې د ورځې د دغه طبيعي افت له کبله د مړو شمېر زيات شي. تر اوسه د مړو کسانو شمېر تر ٢٨٠ اوښتى دى.

ماهرین وايي، د څونامي علت ښايي د جاوا او سوماترا ټاپوګانو ترمنځ د سوندا تنګي په کاراکاتو جزيره کې تر اتشفشان يا اورشيندنې وروسته تر سمندر لاندې د ځمکې ښوئېدنه وي.

د اندونيزيا ولسمشر جوکو ویدودو د دوشنبې په ورځ پاندي-ګلانګ سيمه چې دغه توپان سخته ځپلې وکتله.

د اندونيزيا ولسمشر جوکو ویدودو
د اندونيزيا ولسمشر جوکو ویدودو

هغه په سيمه کې له رويټرز اژانس او نورو خبري شبکو سره په خپلو خبرو کې وويل، د سونامي توپان د علت په اړه څېړنې روانې دي:

"موږ اوس نه‌شو کولاى د دې توپان په اړه نهايي خبره وکړو. ښايي علت به يې زلزله وي، خو موږ يې په سرچينه نه يو خبر. په‌دې اړه لا هم پلټنې روانې دي. په راتلونکي کې به د هوا پوهنې او ځمک‌پوهنې اداره د توپان او زلزلې د تشخيص وسايل او د خبرداري سيسټمونه برابر کړي چې هر چا ته به د توپان تر راتګ مخکې خبردارى ورکړي."

د اندونيزيا ولسمشر د دې پېښې په اړه خواشيني ښوولې او حکومتي ادارو ته يې امر کړى چې ژر تر ژره دې د دې طبيعي افت په وړاندې مقابلې ته مټې بډ وهي.

اندونیزیا کې راغلی سمندري توپان
اندونیزیا کې راغلی سمندري توپان

د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې د ادارې وياند سوتوپو پوروو نوګروهو وويل، دوى فکر کوي چې ځيني قربانيان به ښايي لا هم تر نړېدلو ودانيو لاندې وي.

تر توپان وروسته د لسګونو کسانو د ورکېدو، د سلګونو کورونو، هوټلونو او نورو ودانيو د ويجاړېدو راپور ورکړل شوى دى.

دغه توپان د سوماترا ټاپو جنوبي سواحل او د جاوا لوېديځې برخې ځپلي دي.

د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې د ادارې وياند وايي، د سونامي يا سمندري توپان په نتيجه کې تر ١١٦٠٠ زيات کسان له خپلو کورونو بې ځايه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG