د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دفاع وزارت مرستیال پیټرک شناهن د سرپرست دفاع وزیر په توګه نومولی دی. ټرمپ د دسمبر پر ۲۳مه په یو ټویټر پیغام کې وویل، شناهن با بااستعداده کس دی او هغه به د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ له لومړۍ کار پیلوي.
پیټرک شناهن به د جیمز میتس ځای ونیسي،چې د دسمبر پر ۲۰مه نېټه وروسته له هغې د دفاع وزارت څخه خپله استعفا اعلان کړه چې ولسمشر ټرمپ له شامه د ټولو امریکايي ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ.
میتیس ویلي، د دې لپاره چې د واک خوندي لېږدونه وشي، هغه به د ۲۰۱۹م کال د فبرورۍ تر پایه خپلې دندې ته ادامه ورکوي.
پیټرک شناهن چې د پېشې له پلوه میخانیکي انجینیر دی، د امریکا د بویینګ الوتکو د ادارې پخوانی لوړ رتبه مرستیال مشر پاتې شوی دی.