د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې د نجلۍ او هلک د وژلو په تور اووه تنه ګرفتار


د سوات د مټې تاڼې پولیسو مشر وايي، یوې نجلۍ او هلک ته یې د زهرو ورکولو په تور اووه مشکوک کسان نیولي دي.

راحت علي خان نن مشال راډیو ته وویل، پر دې کسانو تور دی چې درې ورځې مخکې یې یوه هلک او یوې نجلۍ ته په زوره زهر ورکړي ول او د هغوی مرګ ته یې د ځانوژنې نوم ورکړ. دی وايي، دواړه کسان د ناموس په نوم په سېشنبه وژل شوي ول او د پېښې په رپورټ کې یې د ناموسي وژنې ماده هم شامله کړې.

د پولیسو مشر زیاتوي چې واده شوې نجلۍ او هلک تر یوه سازش لاندې یوه کور ته وربلل شوي ول او بیا یې زهر په خوړلي ول. دی وايي په هلک یې په هسپتال کې دا رپوټ ورکړی چې هغه دا زهر په خپله خوړلي دي. دا بیان هغه کېدای شي تر یو څه دباو لاندې ورکړی وي. دوی د خپل جرم پټولو لپاره دا کار کړی دی. د نجلۍ او هلک په وژنه کې د نجلۍ پلار، ورور، سخر او دوه ورېورونه ککړ دي.

پولیس وايي دا وژنې د ۱۰۹ مې دفعې لاندې راځي چې پکې سرکار خپله فریق وي. په دغه ډول مقدمو کې نه ضمانت کېږي او نه روغه. ځکه چې دوه تنه وژل شوي او د کورنیو خپل غړي یې پکې شامل دي.

په هسپتال کې یې کورنۍ د زهرو خوړولو رپوټ ورکړی خو کله چې پوسټ مارټم وشو نو هغوی ته یې د بجلۍ شاټونه ورکړي ول. د دوی پر بدن ډېرې زیاتې نښې وې.

راحت علي خان وايي کله چې یو څوک د ماموس په نامه ووژل شي نو په داسې کېسونو کې سرکار فریق وي. او اوس به په پېښه کې تورن کسان خپل کېس له سرکار سره چلوي او که دا ثابته شوه چې دوی په وژنو ککړ دي نو ټول عمري بند او پانسۍ ورکول کېدلای شي.

په سوات کې د بیدارۍ په نامه د بشري حقونو یوې ټولنې (دي اوېکنېنګ) ویلي دي چې سږکال په سیمه کې ۲۸ ښځې د ناموس په نوم وژل شوې دي چې پکې د ۱۶ هغو مرګ ته د خودکشۍ نوم ورکړل شوی وو.

سوات - د غیرت په نوم د وژنو داستان
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:28 0:00

XS
SM
MD
LG