د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان وايي د احتساب پر عمل هېڅ معامله نه کوي


عمران خان وايي د احتساب عمل د ده تر واکمنۍ مخکې پیل شوی
عمران خان وايي د احتساب عمل د ده تر واکمنۍ مخکې پیل شوی

پراګ - د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي، حکومت یې د هېڅ فشار یا جوړجاړي په نوم د احتساب له عمله نه په شا کېږي.

نوموړي د ډېسېمبر پر ۲۲مه په لاهور کې د پنجاب صوبايي حکومت د ۱۰۰ ورځو کارکردګۍ په اړه غونډې ته په وینا کې وویل، د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ اېتلافي حکومت خپله د اپوزیشن د مشرانو ضد د احتساب یوه قضیه هم نه ده پرانیستې خو دا بهیر به د پخوا په څېر روان وي:

"دا اوس په پارلېمان کې یوه ډرامه روانه ده او وايي چې د احتساب په نوم له اپوزیشن ګوندونو څخه سیاسي غچ اخیستل کېږي. نو زه وایم چې د مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند د مشرانو ضد د درغلۍ مقدمې خو زموږ تر واکمنۍ مخکې پیل شوې دي. دا اوس چې د جعلي [بانکي حسابونو] خبره کېږي، دا خو اول په ۲۰۱۵ز کال کې شوې وه. ښه، بیا وايي چې د اپوزیشن مشر شهباز شریف دې [په قامي اسمبلۍ کې] د [حکومتي] حساب کتاب د کمېټۍ مشر شي. د دې کمېټۍ کار خو په پارلېمان کې احتساب کول دي، او شهباز شریف د احتساب په زندان کې پروت دی، نو ټوله نړۍ به زموږ جمهوریت پورې خاندي."

وزیراعظم عمران خان زیاتوي، د خپل ګوند مشرتابه ته یې ویلي چې د اپوزیشن ګوندونو هره خبره به مني، خو د احتساب پر عمل به هېڅ جوړجاړی نه کوي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د مسلم لیګ (ن) تر سیاستوال او په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر شهباز شریف وروسته، د هغه ګوند یو بل سیاستوال خواجه سعد رفیق هم د احتساب قامي ادارې (نیب) د درغلۍ په تور نیولی او بندي کړی دی.

که دا مقدمې بل چا هم جوړې کړې وي، اوس یې تاسې ذمه واره یاست. له دې ذمه وارۍ ځان وژغورۍ که نه بیا به پښېمانه یاست.
خواجه سعد رفیق

رفیق هم د قامي اسمبلۍ غړی دی او د سپیکر په امر ورته د ډېسېمبر پر ۲۱مه د اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون اجازه ورکړل شوه.

ده په خپله وینا کې وویل چې د درغلۍ په نوم د هرې قضیې مسوولیت یا ذمه واري د تحریک انصاف د حکومت ده:

"چې هر څنګه وي، خو تاسې [یعنې تحریک انصاف] ته حکومت په لاس درغلی. څلور میاشتې وشوې خو تر اوسه مسلم لیګ (ن)، پیپلز پارټۍ یا د اپوزیشن نورو ګوندونو ستاسې د حکومت د ړنګولو کوشش نه دی کړی. تاسې په اطمینان خپل حکومت کوئ خو خلک د غلو او ډاکووانو په نوم مه نیسئ. که دا مقدمې بل چا هم جوړې کړې وي، اوس یې تاسې ذمه واره یاست. له دې ذمه وارۍ ځان وژغورۍ که نه بیا به پښېمانه یاست."

سعد رفیق وویل، د احتساب قانون تور دی او دا یې هم ومنله چې تېرو حکومتونو دا قانون د خپلو سیاسي مخالفانو ضد کارولی دی.

نوموړي پر ځان د درغلۍ تورونه رد کړي او له حکومت او اپوزیشنه یې وغوښتل چې د احتساب قانون اصلاح کړي.

هلته د سېنېټ په وروستۍ غونډه کې د پیپلز ګوند غړې شیري رحمان هم د تحریک انصاف حکومت تورن کړ چې د احتساب په نوم مخالف سیاسي ګوندونه ځپي.

خو حکومت په بیا بیا ویلي دي چې د احتساب اداره خپلواکه ده او په چارو کې یې هېڅ مداخله نه کوي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG