د انډونیشیا په یوه ټاپو کې د اورشیندونکي (اتش فشان) په نتیجه کې په څونامۍ کې لږ تر لږه ۲۲۲ کسان وژل شوي او۸۰۰ نه زيات ژوبل شوي دي.
عیني شاهدان وايي، څونامۍ د ډېسېمبر پر ۲۲مې شپې مهال سیمه وځپله او د اوبو څپو په ټاپو کې سلګونه کورونه، هوټلونه او حکومتي دفترونه لاندې کړل.
په انډونیشیا کې له قدرتي افتونو سره د مبارزي د ادارې یوه چارواکي وویل، باور کېږي چې د مرګ ژوبلو شمېر به تر دې ډېر وي ځکه چې د دوی کارکونکیو لا هم د زیانونو په اړه معلومات راټولوي.
د یادې ادارې ویاند سوتوپو پوروو نوګروهو ویلي، ۲۸ تنه اوس هم لادرکه دي.
د سږکال په سېپټمبر کې د انډونیشیا د پالو ښار په او سولاویسي ټاپو کې د څونامۍ او زلزلې له کبله تر ۲۵۰۰ زیات خلک مړه شوي ول.