د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ:د قاسم بندر کارګرو پرلت پر ۸۸ مه ورځ دوام لري


په ۲۰۱۱ م کې په کراچۍ کې د پورټ قاسم د کارګرو احتجاج
په ۲۰۱۱ م کې په کراچۍ کې د پورټ قاسم د کارګرو احتجاج

په کراچۍ کې د پورټ قاسم مزدوران د تېرو څه کم دریو میاشتو راهسې په احتجاج سر دي. دوي د کراچۍ پریس کلب مخې ته پرلت وهلی او غوښتنه لري چې تنخاګانی دې ورکړل شي او نوکرۍ دې ورله پخې کړی شي.

په پرلت وهونکو کې زیاتره د پاخه عمر کسان دي، دوی له ځوانۍ تر پاخه عمره په پورټ قاسم کې کار وکړ خو نوکرۍ یې پخې نه شوې.

په پورټ قاسم کې له ۱۷۰۰ زیات مزدوران کار کوي چې زیاتره یې د قبایلي ضلعې باجوړ، دیر، سوات،مردان او هزارې اوسیدونکي دي. دوی وایي له ۱۹۸۱ م راهسې په پورټ کې کار کوي خو تنخاګانې یې د زیاتیدو پر ځاې کمې شوي.

د پورټ قاسم کارګرانو د اتحادیې جنرل سیکرټري حسین باچا وایي په ورستیو کې وزیراعظم عمران خان د کراچۍ د دورې په وخت د مزدورانو د ستونزو نوټس واخیست خو لا هم ورباندې هیڅ کار و نشو.

"عمران خان کراچۍ ته راغلی و، مونږ پرامنه توګه هغه ته ورتلو، پولیسو راباندې اوښکي بیونکي ګیس استعمال کړل، په ډنډو یې هم ووهلو، ملګري مو زخمیان شول، ځینې نور ملګري مو پولیسو ونیول، بیا عمران خان په دې نوټس واخیست، د میري ټایمز افیئیرز وزیر یې راوغوښت او زمونږ د مسلې د حل یې ورته وویل. وروستو چې مونږ د وزیر سره رابطه وکړه نو هغه سکوټ انکار وکړ"

حسین باچا وایي که غوښتنې یې ونه منل شوې نو اسلام اباد ته به لاریون وکړي.

پورټ قاسم د پاکستان دویم لوي بندر دی ، د هاغه هیواد ۳۵ فیصده تجارت له دې بندره کیږي. د سړې جګړې په زمانه پورټ قاسم د تجارت مهم مرکز و. له امریکا او نور هیوادونو په پاکستان کې میشت افغان کډوالو لپاره خوراکي توکي له همدې لارې راتلل.

۵۲ کلن وحید باجوړی هاغه وخت یادوي او وایي په هغو ورځو او د هغې ورستو یې کار زیات و، خو په ورستیو کې حکومت چینایي کمپنۍ ته د جیټیانو ټیکه ورکړه چې ورسره د دوی کار بیخي ټپ شو او احتجاج ته مجبور شو. باجوړی وایي که حکومت ورته د یو مزدور هومره حقونه ورکړي نو ستونزې به یې هوارې شي.

"مونږ په سخت مشکل کې یو، یو مزدور نن په بندر کې د زړه د حملې له وجې مړ شو، حکومت زمونږ مسله حل کول نه غواړي. زمونږ ستونزه عمران خان او یا هم د میري ټایمز افیئیرز وزارت حل کولی شي"

د پاکستان میري ټایمز افیئرز وزارت سلاکار محمود مولوي د جمعې پر ورځ مشال ریډیو ته وویل، د پرلتوالو ځینې غوښتنې یې حل کړي دي خو د نوکریو د پخولو کار د دوی په وس کې نه دی.

"له چینایي کمپنۍ سره د دوی مشکل مونږ ختم کړو، په دوی کې هر مزدور ته د میاشتې ۱۳ نیم زره روپۍ تنخا هم ورکوو، پاتې شوه د نوکرو د پخولو خبره نو دا کار مخکنو حکومتونو نه دی کړی نو د دې تمه څنګه وکو چې دا به عمران خان وکړي؟ "

خو مزدوران وایي ۱۳ نیم زره روپۍ ډېرې کمي دي چې ورسره د دوی د کور ګوزاره، د ماشومانو د تعلیم خرڅ، د روغتیا چارې او نور کارونه نه نشي ترسره کیدلې. دوی وایي، هغسې حقونه دې ورکړل شي لکه د کراچۍ بندرګاه او په نورو هیوادونو کې چې د بندرونو مزدورانو ته حاصل دی.

XS
SM
MD
LG