د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د قاسم بندر کارګرانو پرلت دوام لري


فایل فوټو: دا په ۲۰۱۱ ز کال د قاسم بندر کارګرانو احتجاج دی
فایل فوټو: دا په ۲۰۱۱ ز کال د قاسم بندر کارګرانو احتجاج دی

د پاکستان دوهمې لوی سمندري اډې پورټ قاسم ګڼ کارګران په کراچۍ کې له تېرې خواوشا یوې نېمې میاشتې راهسې په احتجاج دي. دوی ادعا کوي، له هغه وخته چې پورټ قاسم چینایي کمپنۍ ته په ټیکه ورکړل شوی، دوی ته میاشتنۍ تنخاګانې او بنیادي حقونه نه ورکول کېږي.

د پورټ قاسم په احتجاج کونکو مظاهرینو کې زیاتره په کراچۍ کې میشت د قبایلي ضلعې باجوړ، سوات او مردان مزدوران دي. دوی د تېرو څه دپاسه ۴۰ ورځو راهسې د کراچۍ پریس کلب مخې ته احتجاجي خیمه لګولی چې پکې شپه او ورځ ناست وي.

دوی وایي له ۱۹۸۱ م کال راهیسې یې په پورټ قاسم کې له کشتیو د سامانونو کوزولو او خېژولو کار کړی خو په ۲۰۱۶ م کال کې حکومت چینایي کمپنۍ ته دپورټ قاسم د هغو جیټیانو ټیکه ورکړه چې دوی پکې مزدران ول. اوس دغه چینایي کمپنۍ چې هیونینګ فیون پورټ اینډ شپنګ پرائیوټ لمیټید نومیږي د جون د میاشتې راهیسې د ۱۷ نیم سوه مزدورانو له جملې څخه یوازې ۷۸ ته د کار اجازه ورکړې او پاتې نورو ته یې د کار څخه د ویستلو ویلي دي.

د پورټ قاسم د مزدورانو د اتحادیې جنرل سیکریټري حسین باچا د نومبر په پنځمه مشال ریډیو ته وویل

''د سمندر د مزدورانو د قانون ۱۹۷۱ د قانون سره دا زمونږ حق دی چې ټولو ته کار ورکړي، که دوی زموږ مزدوران وباسي نو ددې څخه به ۱۵۰۰ مزدوران او ددوی د کورینۍ غړي اغیزمن شي''

حسین باچا وایي د پنجاب په ساهیوال کې یاده چینایي کمپنۍ د بجلۍ جوړولو پلانټ جوړوي او پورټ قاسم دا برتونونه د ساهیوال پروژې ته د کویلې راوړلو کاروي.

په احتجاج کې شریک فضل محمود وایي د لسګونو کلونو راهسې په پورټ قاسم کې مزدور دی، مخکې یې د کور ګوزاره سمه روانه وه خو د حکومت لخوا چینایي کمپنۍ ته د ټیکې ورکولو وروسته ورته میاشتنې تنخا او د اختر، جمعې او نورې رخصتۍ په وخت نه ورکول کیږي.

''مونږ ته د جمعې،اختر،محرم او سرکاري رخصتۍ نه راکوي، د مانځه لپاره هم وخت نه راکوي، جومات ته تللې لار کې یې راته دیوال وکړ. تنخواګانې هم په وخت نه راکوي''

مظاهرین وایي د چینایي کمپنۍ په خلاف عدالت ته تللي دي او یو شمېر سېمه ایزو سیاسي او د مزدورانو مشران د دوی احتجاجي ناستې ته ورغلي، ددې ترڅنګ دوی اسلام اباد ته تللي او د واکمن ګوند تحریک له حکومتي لوړ پوړو چارواکو سره هم خبرې شوي خو لاهم د دوی د ستونزې کوم حل نه دی راوتی.

بل خوا ته د چینایي شخصي کمپنۍ هیونینګ فیون پورټ اینډ شپنګ وکیل منور احساني د ګل پر ورځ مشال ریډیو ته وویل چې چینایي کمپنۍ مزدورانو ته د اکتوبر تر میاشتې تنخواګانې ورکړي. همدا راز ددوی کمپنۍ ټول نه بلکې یوازې ۸۰ مزدوران پکار دي.

''اصل ستونزه په تنخا کې نه ده، ستونزه دوی ته د کار په ورکولو کې ده. دا ستونزه د پورټ قاسم د چارواکو او د مزدورانو د اتحادیې ترمنځ ده.مونږ صرف اتیا کسان ساتلی شو ''

خو احتجاج کونکي وایي نزدې درې لسیزې یې په پورټ قاسم کې مزدوري کړې او د سلګونو مزدورانو څخه یوازې ۸۰ ته کار ورکول د مزدور د حقونو او د ډاک ورکرز ریګولیشن د قانون په خلاف ده او دوی به د خپلو حقونو تر اخیستنې احتجاج ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG