د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اورکزیو مشرانو غوښتنه کړې چې هلته دې سرشمېرنه له سره وشي


د تېرې سرشمېرنې یو عکس
د تېرې سرشمېرنې یو عکس

د اورکزیو د ځوانانو او مشرانو یو شمېر ټولنو پر حکومت غږ کړی چې په سیمه کې دې له سره سرشمېرنه وکړي.

دوي غوښتنه کړې چې حکومت دې دوي ته په قامي اسمبلۍ کې دوه او په صوبايي اسمبلۍ کې څلور څوکۍ ورکړي.

دوی پرون په هنګو او کواټ کې په جلا جلا غونډو کې پرېکړه وکړه چې د ۲۰۱۷ز کال د سرشمېرنې پرضد به د پېښور هایکورټ ته ځي.

د غونډو ګډونوالو وویل چې د ۲۰۱۸م کال په سرشمېرنه کې د دوي د سیمې نیم ولس له شمارل کېدو ځکه پاته شوی وو چې په سیمه کې د وسله والو ضد عملیاتو له کبله بې کوره کړل شوی وو.

په دغه اړه د قبایلي سیمو د ځوانانو جرګې یوه مشر ملک مثل خان مشال راډیو ته وویل چې دوي په هغه وخت کې هم غږ پورته کړی وو.

نوموړي زیاته کړه چې دا د دوي د بقا مسله ده او دوي به د شمالي او جنوبي وزیرستان مشران هم له ځان سره ملګري کوي.

دوي غوښتنه وکړه چې حکومت دې یا د بې کوره شوو او ستنو شوو پر بنیاد له سره حلقه بندۍ وکړي.

د واکمن تحریک انصاف ګوند سیاستوال او د قامي اسمبلۍ غړي جواد حسین مشال راډیو ته وویل چې دا د ټولو قبایلي سیمو مسله ده او دوي په دې اړه وزیراعظم په دې خبر کړی دی.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

ده وویل چې تېره میاشت د قبایلو پارلېماني استازو له وزیراعظم عمران خان سره پر همدې موضوع خبرې کړې وې او دا چې حکومت د دې ستونزې د حل هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG