د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان کابينې "په ECL کې د داوړ او وزير نومونو اچولو منظوري ورکړې"


محسن داوړ او علي وزير
محسن داوړ او علي وزير

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر او پارليمان يو غړی، محسن داوړ وايي د پاکستان وفاقي کابينې له ملک څخه د وتلو تر بندېز لاندې کسانو په ليست کې د ده او علي وزير نومونو شاملولو منظوري ورکړې ده.

هغه د ډېسمبر پر ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې د سېنيټ د بشري حقونو کمېټې حکومتي وزيران ورغوښتي وو چې د دې کار پوښتنه ترې وکړي خو هغوی ځواب نه درلود. هغه ادعا وکړه چې حکومت دا کار د پاکستاني پوځ په غوښتنه کړی دی.

نوموړي وويل: ((د کورنيوو چارو وزير مملکت، شهريار افريدي د دې کار د وجوهاتو پوښتنه وشوه نو هغه ځواب نه درلود. د بشري حقونو کمېټې مشر ورته وويل چې دا هيڅ قانوني جواز نه لري او بايد زموږ نومونه له دې ليسته ليري کړي.))

تر اوسه پورې حکومتي چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دې ويلي. تر دې مخکې هم محسن داوړ اوعلي وزير په يو بل داسې ليست کې اچولي شوي او له ملکه پرې له وتلو بندېز لګول شوی وو. هغه وخت پوليسو ويلي وو چې پر دوی د صوابۍ جلسې کولو له امله د پولیسو ايف، ای، ار درج دی ځکه بهر ته سفر نه شي کولی.

د منظور پښتين په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتنو لپاره حقونه، د ماورای عدالت قتلونو بندېدل، د غېب کړل شوو کسانو عدالتونو ته حاضرېدل او په قبايلي سيمو کې د ماينونو پاکېدل غواړي. علي وزير او محسن داوړ د دې غورځنګ په مشرانو کې دي او له وزيرستانه د قامي اسمبلۍ غړي هم دي.

د پاکستان پوځ وايي دوی د ماينونو پاکولو کار پېل کړی او له اوو زرو غېب کړل شوو کسانو څخه د څلورو زرو کېسونه حل شوي او د پاتو هغو د حل لپاره يو کمېشن په کار بوخت دی.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG