د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له شامه خپل پوځيان باسي


په شام کې امریکايي ځواکونه.
په شام کې امریکايي ځواکونه.

د سپینې ماڼۍ ویانده وایي، امریکا له شامه د پوځي ځواکونو د وتلو لړۍ پېل کړې ده.

سارا هیکبي سېنډرز د ډېسېمبر پر ۱۹مه په یوې اعلامیه کې وویل چې په شام کې د وسله‌ والو سیمه‌ ییز خلافت ماته خوړلې، خو زیاتوي چې د داعش پر وړاندې دا بریالیتوب په شام کې د نړیوال کمپاین د ختمېدو نښه نه‌ ده.

د سپینې ماڼۍ دا اعلان وروسته له هغه وشو چې له شامه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه راپورونه خپاره شول.

«سي. اېن. اېن» ټلوېزیوني شبکې د امریکا د دفاع وزارت د یوه چارواکي له قوله چې نوم‌یې نه‌و ښودلی راپور ورکړ چې وایي، امریکا له شامه د خپلو ځواکونو د بشپړ او چټک وتلو پر پروګرام کار کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي:​ "د اسلامي دولت ډلې یا داعش وسله‌والو په شام کې ماته خوړلې او دا په هغه ځای کې زموږ د اوسېدو یوازنی دلیل وو."

د روان (۲۰۱۸ز) کال په پېل کې ولسمشر ټرمپ ژمنه کړې وه چې ډېر ژر به خپل پوځي ځواک له شامه وباسي.

بلخوا روېټرز خبري اژانس د جمهوري غوښتونکي یا رېپبلېکن سېنېټر لېنډزي ګراهام له قوله لیکلي چې له شامه یې د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا د ولسمشر پرېکړه تېروتنه ده.

د امریکا رېپبلېکن سېنېټر لېنډزي ګراهام
د امریکا رېپبلېکن سېنېټر لېنډزي ګراهام

سېنېټر لېنډسي ګراهام چې تر ډېره‌ یې د ولسمشر ټرمپ دفاع کړې ده وایي: "اوس‌ مهال له شامه د امریکا وتل د داعش، بشارالاسد او روسیې لپاره یوه بریا ده."

سېنېټر ګراهام دا هم ویلي چې ویره لري له شامه د امریکایي ځواکونو وتل به امریکا، سیمې او ټولې نړۍ ته ناوړه پایلې ولري.

اوس‌ مهال شاوخوا ۲،۰۰۰ امریکایي پوځيان په شام کې دېره دي چې ډېره برخه‌ یې ځانګړي ځواکونه دي.

دغه ځواکونه د کورد ځواکونو له ایتلاف او عرب ملېشه سره یو ځای په شام کې د داعش وسله‌ والو پر وړاندې جنګېږي.

د امریکا ډېری پوځیان د شام په شمال ختیځو سیمو کې دېره دي او د عملیاتو پر مهال په هغو سیمو کې کُرد ځواکونو او عرب ملېشه‌ وو سره مرسته کوي چې اوس هم هلته داعش وسله‌ وال فعالیت لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG