د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان ډاکټرانو د ډاکټر ابراهیم خلیل د تښتول کېدو پرضد کاربندیز کړی


ډاکټر ابراهیم خلیل

د بلوچستان ډاکټرانو د دسمبر پر ۱۸مه د کوټې په ګډون د صوبې د زياتره لویو ښارونو په روغتونونو کې ډاکټرانو کاربنديز کړی دی.

د بلوچستان د ډاکټرانو اتحاديه وايي چې دا کاربنديز يې د خپل تښتول شوي ملګري ډاکټر ابراهيم خليل د راخوشي کولو لپاره کړی دی چې د ده په وینا د دسمبر پر ۱۹مه به هم دوام وکړي.

د کاربندیز پر مهال که څه هم ناروغان له يو شمېر ستونزو سره مخامخ ول خو د ډاکټرانو د فعاليت کمېټۍ مشر ډاکټر کلیم الله مندوخېل نن مشال راډیو ته وویل چي د کاربندیز پر مهال به د روغتونونو ځېنې بېړنۍ څانګې خلاصې وي.

ډاکټر ابراهیم خلیل د ۱۳م دسمبر په شپه هغه وخت د ناڅرګندو وسله والو کسانو لخوا وتښتول شو چې د کوټې په ماډل ټاون سيمه کې له یوه شخصي روغتونه کور ته پر لار و.

په کوټه کې تر دې وړاندې هم ځېنې نامتو ډاکټران تښتول شوي چې بيا وروسته د پيسو په بدل کې راخوشي کړل شوي ول.

د بولان میډیکل استادانو ټولنې غړی ډاکټر اصف مندوخېل له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې د ډاکټرانو او ولس ساتنه د سرکار کار دی.

نوموړی وايي: ''ډاکټران دلته د ولس خدمت کوي، یوازې د دې صوبې نه بلکې د افغانستان د ناروغانو خدمت هم کوو. که سرکار د ډاکټرانو حفاظت و نه کړي نو دوی اړ دي چې خپل کارونه پرېږدي.''

د رواني ناروغۍ ډاکټر غلام رسول چې خپله هم یو څو کاله وړاندې سړي تښتوونکیو برمته کړی وو له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، حکومت ته پکار ده چې بې له ځنډه ډاکټرابراهیم خلیل راخوشې کړي.

دی وايي: ''دا لومړی وار نه دی چې یو ډاکټر تښتول کېږي بلکې بیا بیا د دوی ډاکټران تښتول شوي دي. موږ له سرکاره غواړو چې زموږ تښتول شوی ډاکټر دې ژر تر ژره راخوشې کړي او په دغه پېښه کې ککړو کسانو ته دې سخته سزا ورکړي.''

د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر سلیم کوسه مشال راډیو ته ویلي دي چې دوي د ډاکټر ابراهيم خلیل د موندلو لپاره هڅې روانې کړې دي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

اسلام اباد: د باچا خان او ولي خان تلین ولمانځل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:35 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG