د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې کوي


د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

پراګ ـ د افغانستان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ډېسېمبرپر ۱۷مه د طالبانو له استازو سره په متحده عربي اماراتو کې خبرې کوي.

د ارګ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د ډېسېمبر د ۱۶مې په ماښام مشال راډيو ته وویل چې افغان حکومت د سولې په چارو کې د هېوادونو د هڅو هرکلی کوي خو له طالبانو سره د سولې رسمي خبرې به یواځې افغان مرکچي پلاوی مخته وړي.

((زلمی خلیل زاد چې کله هم د سیمې په دوره وي خپل پرمختګونه د افغان ولسمشر سره شریکوي. د امریکا ټولې هڅې د افغان حکومت په همغږۍ کې پر مخ روانې دي او موږ یې هرکلی کوو.))

بل پلو، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ډېسېمبر پر ۱۶مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی د سیاسي دفتر غړي له امریکايي پلاوي سره په متحده عربي اماراتو کې خبرې کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټرمحمد فېصل د ډېسېمبر پر ۱۷مه په ټویټر بیان کې ویلي، له نړیوالې ټولنې سره سره پاکستان هم د افغانستان سولې او ثبات ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG