د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېنېټر اعظم موساخېل په کراچي کې مړ شو


محمد اعظم خان موساخېل
محمد اعظم خان موساخېل

د پاکستان په سېنېټ کې له بلوچستان څخه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند منتخب غړی سردار محمد اعظم خان موساخېل نن [ډېسېمبر ۱۵مه] په کراچي کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شو.

نوموړی د څه مودې راهيسې د زړه ناروغ و او د کراچي په يوه روغتون کې تر درملنې لاندې و. هغه به نن ماښام په موساخېل کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته سپارل کېږي.

سردار اعظم موساخېل په ۲۰۱۵م کال کې د سېنېټ غړی ټاکل شوی و. تر دې وړاندې نوموړی د ۲۰۰۲م کال په عامو ټاکنو کې د لورالايي موساخېل پر صوبايي څوکۍ د بلوچستان اسمبلۍ ته منتخب شوی و.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مشر غړی عبدالرووف لالا وايي چې اعظم موساخېل په ۱۹۷۰ م کال کې د پښتنو له قامي تحریک سره ګډ شو او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ يې د پښتون قام د حقونو لپاره هلې ځلې او مبارزه روانه ساتلې وه.

د پاکستان د سېنېټ مشر صادق سنجراني د اعظم موساخېل پر مړينې خواشيني څرګنده کړې او ويلي يې دي چې موساخېل همېش د جمهوریت د سرلوړۍ او د بلوچستان د ولس لپاره په پارلمان کې غږ پورته کړی و.

XS
SM
MD
LG