د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترکیې حکومت تر ۲۰۰ زیاتو عسکرو د نیولو امر کړی


د ترکیې بیرق.
د ترکیې بیرق.

پر دغه عسکرو تور دی چې له امریکا مېشتي مذهبي مشر فتح الله ګولن سره تړاو لري.

ترک حکومت پر ګولن تور پورې کړی چې په ۲۰۱۶ م کال کې يې په دغه هېواد کې په ناکامه کودتا کې لاس درلود.

بلخوا ګولن په کودتا کې لاس درلودل رد کړي دي. د استانبول څارنوال د څلورو کرنلانو په ګډون د ۲۱۹ سرتېرو د نيولو حکم کړی دی.

د ناکامې کودتا له هڅو راهيسې ترک حکومت د دولتي کارکوونکو، خبريالانو، ښوونکیو او فعالانو په ګډون ۵۰ زره کسان نيولي او لسګونه زره نور يې له دندو ګوښه کړي دي.

د ترکيې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ناقدين وايي، نوموړی د کودتا له خبرې د خپلو مخالفانو د ځپلو لپاره ګټه پورته کوي خو ترک چارواکي وايي چې د ملي امنيت په خاطر ورته دا ډول اقدامات مهم دي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG