د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان کډوال خپلو سیمو ته ستنېدل غواړي


وزیرستاني کډوال.
وزیرستاني کډوال.

له شمالي‌ وزيرستانه د پوځي عملياتو له وجې کډه شویو کډوالو له حکومته غوښتنه کړې چې خپلو سيمو ته د ستنولو لپاره دې ګامونه پورته کړي او په بکا خېلو کيمپ کې له ميشتو کډوالو سره له ژمنې سره سم مالي مرستې وکړي.‌

د ډېسېمبر پر ۱۳مه د دغو کډوالو یوې جرګې په پېښور پريس کلب کې د ېوې خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل چې دا کډوال د پوځي‌ عملياتو له وجې افغانستان ته کډه شوي ول،‌خو اوس د بنو په بکا خېلو کيمپ‌ کې ميشت دي.

د جرګې مشر غلام خان وويل‌، که چېرې‌ حکومت د دوی غوښتني ونه منلې نو د ډېسېمبر پر ۲۰ به احتجاج کوي.‌

د شمالي وزيرستان د کډوالو د دغو غوښتنو په اړه متعلقه ادارو او حکومت تراوسه څه نه دي ويلي.‌

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG