د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمد خان لهړی: د بلوچستان تعلمي حالت ښه کولو ته نوی قانون جوړوو


د افغان کډوالو یو ښوونځی

د بلوچستان حکومت وايي، د تعلیم د ښه کېدو په برخه کې نوي قانوني ګامونه پورته کوي.

دوي وايي، هڅه کوي چې سکول ته نه تلونکي په لسګونه زره ماشومان په سکولونو کې داخل کړي او استادان دې ته اړ کړي چې خپلې زمه وارۍ په سمه توګه پوره کړي.

د تعلیم لپاره د وزیر اعلا سلاکار محمد خان لهړی وايي، د سرکاري سکولونو د تعلیمي حالت ښه کولو لپاره یې د قانون مسوده تیاره کړې او له کابینې منظوره کړې ده.

محمد خان لهړي د دسمبر پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې دوی به اوس دا مسوده اسمبلۍ ته وړاندې کوي چې د قانون په توګه یې منظوري ورکړل شي.

له محمد خان لهړي مې وپوښتل چې په دې قانوني مسوده کې څه دي، نو هغه وویل که دا د قانون برخه شوه نو به استادانو د خپلو غوښتنو لپاره سکولونه نه شي بندولی.

ده وویل، “ استادان به ماشومانو ته شپږ ساعته سبق وايي او له هغه وروسته که سیاست کوي او که هر څه کوي لاره ورته خلاصه ده خو که چا سرغړونه وکړه نو د هغوي لپاره یو کال د بند سزا او پنځه لکه روپۍ جرمانه ده.”

محمد خان لهړي وویل، دوی هیله لري چې استادان به د راتلونکې نسل خیال ساتي او حکومت به پر دې نه مجبوره وي چې پرضد یې ګامونه پورته کړي.

نوموړي وویل دوی د داسې ګامونو پورته کولو ته ځکه اړ شوي چې په صوبه کې د تعلیم حالت ډېر خراب دی.

ده وویل، “ دا وخت د صوبې په سرکاري او شخصي سکولونو او مدرسو کې شاوخوا پنځلس لکه ماشومان زده کړې کوي خو شاوخوا لس لکه ماشومان لا هم سکولونو ته نه ځي. موږ پوره هڅه کوو چې هغوي هم سکولونو ته راولو.”

د صوبې پر تعلیمي حالت نظر لرونکي وايي، داسې اعلانونه تېر حکومتونو هم کړي وو خو د نه عملي کېدو له کبله د صوبې تعلیمي لا هم د اندېښنې وړ دی.

خبریال او شنونکی سید علي شاه وايي، د بلوچستان د اوسني حکومت دا اعلان د ستاینې وړ دی خو مهمه خبره دا ده چې هغوي یې عملي کړي او استادان سکولونو ته حاظر کړي.

ده وویل، که څه هم د خپلو غوښتنو لپاره احتجاج کول د دوي حق دی خو د سکولونو استادان پر دې سربېره په کال کې په وار وار هړتالونه کوي چې تنخاوې یې د زیاتره نورو محکمو تر ملازمینو زیاتې دي.

سید علي شاه وویل بله مسله دا ده چې استادان او حکومتي چارواکي په خپله پر سکاري سکولونو باور نه لري او خپل ماشومان یې په سرکاري سکولونو کې زده کړې نه کوي.

د ده په وینا، تر څو چې د استادانو او لوپوړو حکومتي چارواکو خپل بچي په سرکاري سکولونو کې داخلي نشي تر هغه وخته مسله نشي هوارېدای.

د وزیراعلی سلاکار وویل ، دوي هوډ کړی دی چې په خپله پنځه کلنه دوره کې به د صوبې د سرکاري سکولونو حالت ښه کوي چې ماشومانو ته پکې معیاري زده کړې ورکړل شي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

په تعلیمي نصاب کې اصلاحات په کار دي: سباوون ننګرهاری
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:56 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG