د امريکا د بهرنيو چارو وزير وايي، د ايران د بالسټيک توغنديو پر پروګرام د محدوديت پر بيا لګولو کار کوي.
مايک پامپيو د ډېسېمبر پر ۱۲مه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډې ته وويل، د دې شورا له ١٥ غړو سره يو ځاى په دې برخه کې د محدوديت د بيا لګولو هڅه کوي.
نوموړي زياته کړه چې د ملګرو ملتونو هغه بنديز چې د ايران پر وسلو يې لګولى، بايد تر ٢٠٢٠م کاله پورې لېرې نه شي.
"ايران نن په منځني ختيځ کې د بالسټيک توغنديو تر ټولو لوى ځواک لري. ايران د بالسټيک توغنديو څه باندې ۱۰ دستګاوې لري چې يا موجودې دي يا د پراختيا په حال کې دي. په سلګونو داسې توغندي لري چې په وروستيو کې په سيمه کې زموږ شريکانو ته ګواښ پېښوي."
پامپيو د ملګرو ملتونو له امنيت شورا غوښتنه وکړه چې په بندرونو او د سمندرونو په لوړو کې د څارنې او ممنوعيت داسې اقدامات وکړي چې د ايران هغه روانې هڅې شنډې شي چې پر وسلو له بنديزه د سرغړونې لپاره يې کوي.
د امنيت شورا دغه غونډه وروسته له هغې راوبلل شوه چې د ايران يوه وتلي پوځي قوماندان تاييد کړه چې تهران په دا وروستيو کې د بالسټيک توغنديو ازموينه کړې ده. لوېديځو قدرتونو دغه ازموينه وغندله.
بلخوا فارس خبري اژانس د سپاه پاسداران انقلاب ځواک د هوايي ځواک د قوماندان بريد جنرال امير علي حاجي زاده خبرې را اخيستي چې تېره سې شنبه يې ويلي وو:
"موږ د ميزايلو ازمويلو ته دوام ورکوو او دا وروستۍ ازموينه ډېره د پام وړ وه."
امنيت شورا تېره اوونۍ هم غونډه وکړه چې د ايران د توغنديو د ازموينې پر موضوع چې د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه شوې ده، بحث وکړي.
امريکا ويلي چې دغه ازموينه د ملګرو ملتونو د ٢٢٣١ نمبر پرېکړه ليک سرغړونه ده چې د تهران او نړيوالو قدرتونو ترمنځ د ٢٠١٥م کال د اټومي موافقې د يوې برخې په توګه تصويب شوې وه.
بريتانيا او فرانسې د ايران له خوا د بالسټيک توغنديو دغه ازموينه پاروونکى اقدام او د امنيت شورا له پرېکړه ليک سره په ټکر کې بللې ده.
خو روسيه چې د ويټو حق لري، د توغنديو د ازمويلو لپاره د ايران د حق دفاع کړې ده.
په ٢٢٣١ نمبر پرېکړه ليک کې له ايرانه غوښتنه شوې چې د داسې ميزايلو له ازمويلو ډډه وکړي چې د اټومي وسلې د لېږد توان لري، خو په پرېکړه ليک کې په مشخص ډول تهران د ميزايلو له توغولو نه دى منع شوى.
تهران وايي، د ميزايلو پروګرام يې دفاعي دى او هدف يې د اټومي سروکو لرونکو ميزايلو د زېرمې جوړول نه دي.