د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان په يو شمېر برخو کې مظاهرې کړي


په اسلام اباد کې پي ټي ايم مظاهره.د نومبر ۱۵مه ۲۰۱۸کال.

پښتون ژغورنې غورځنګ بلوچستان ته د منظور پښتين په ورتګ د حکومتي بنديز پر ضد د پاکستان په يوشمېر برخو کې مظاهرې کړي. د غورځنګ وياند وايي ډېر زر د خپل راتلونکي د لايحه عمل لپاره غونډه کوي خو دغه بنديز په عدالت کې چېلنجوي.

د بلوچستان حکومت وايي چې دا بنديز يې ځکه لګولی چې په خبره يې منظور پښتین په ولس کې کرکه خوروي. خو غورځنګ دغه تورونه رد کړي او وايي چې غوښتنې يې د پاکستان د اييني او قانوني چوکاټ دننه دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د ډېسېمبر پر۱۱مه د پېښور ،کويټې او کراچۍ په ګډون د ملک په يوشمېر برخو کې د حکومت پرضد مظاهرې کړي.

د غورځنګ وياند فضل خان د نهې پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې دا مظاهرې د بلوچستان حکومت لخوا دغې صوبې ته د منظور پشتين په ورتګ د بنديز خلاف وې.

نوموړې وايي د دوی مشر منظور پښتين غوښتل چې کويټې ته ولاړ شي او هلته د لادرکه بلوڅانو له کورنيو سره د يووالي څرګندونه وکړي:

((له ډېر وخت راهيسې په جبري توګه لادرکه کړل شوي بلوڅان په احتجاج دي او منظور غوښتل چې له دوی سره خواخوږي وکړي خو بلوچستان حکومت نوموړی پرې نه ښود .ډېر زر د خپل راتلونکي د لايحه عمل ټاکلو لپاره غونډه کوو خو دغه بنديز په عدالت کې چېلنجوو))

​بلوڅان تور لګوي چې رياستي ادارو د دوی خپلوان لادرکه کړي دي خو امنيتي ادارې بيا پر دې اړه څه نه وايي. په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ څانګې يو مشر محمد شير پرون په دې ښار کې مظاهره چيانوته د وينا پر وخت وويل:

(( بلوچستان ته د منظور پښتين په ورتګ بنديز غېر قانوني دی .د پاکستان د ايين او قانون له مخې د دې هېواد هر يو وګړی د ملک هرې برخې ته د تلو اجازه لري))

پرون په سوات خوازه خېله کي هم د پي ټي ايم مظاهره وشوه. مظاهره چيانو بلوچستان ته د منظور پښتين په ورتګ د بنديز او د غورځنګ په غړو د مقدمو په سختو ټکو کې غندنه وکړه .

په سوات کې د غورخنګ ځاي مشر غېرت يوسفزي مظاهره چيانو ته د وينا پر وخت وويل چې

د پاکستان ځينې ادارې د دوی قانوني لار بندوي کومه چې سمه خبره نه ده:

(( منظور ټوپک نه دی راپورته کړی او سوله ييزه لار يې خپله کړې نو بايد چې د ده مخه ونه نيول شي. زموږ غوځنګ کله ترهګري يا نوره بد امني نه ده کړې او په پاکستان سازمان جوړول له ايين سره په ټکر کې نه دي))

​پښتون ژغورنې غورځنګ وايي د دوی مشر منظور پښتین د دسمبر په لسمه له کراچۍ کوټې ته د رسېدو سره سم امنيتي چارواکو د کوټې له ايرپورټه کراچۍ ته واپس ولېږدوو.

د بلوچستان حکومت د اتوار پر ورځ ويلي وو چې د منظور پر ورتلو يې ځکه بنديز لګولی چې په خبره يې منظور پښتین د پاکستان د امنیتي ادارو پر ضد خبرې کوي او په ولس کې کرکه خوروي.

پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنه کوي چې د نقیب الله مسید په وژنه تورن د کراچۍ پولیسو پخوانی مشر راو انور دې سزا کړل شي، ټول ورک کړل شوي کسان دې عدالتونه ته وړاندې کړل شي.

د هدفي وژنو دې مخه ونيول شي او د پښتنو پر ځمکه د بدامنۍ ترشا د لاملونو مالوملو لپاره دې د ریښتيا او پخلاينې کمېشن جوړ کړل شي.

د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور تېره اونۍ په خبري غونډه کې وویل، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو په پوره کولو کار پېل شوی او تر سرې کرښې دې نه اوړي ګني نو د ده په وینا ریاست به یې پرضد ګام پورته کولو ته اړ شي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG