د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښتین بلوچستان ته نه پرېښودل شو


فایل فوټو
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، تر څنګ یې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مخکښ نواب ایاز جوګېزی ناست په کوټه د یوې غونډې پرمهال.
فایل فوټو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، تر څنګ یې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مخکښ نواب ایاز جوګېزی ناست په کوټه د یوې غونډې پرمهال.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون ته د بلوچستان حکومت دغې صوبې ته د داخیلېدو اجازه نه ده ورکړې او هغه یې د کوټې له هوایي ډګره کراچۍ ته ستون کړی دی.

له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلي غړي محسن داوړ د ډیسېمبر پر ۱۰مه مشال ریډیو ته وویل منظور پښتون نن په دوشنبه له کراچۍ کوټې ته تللی و، چې هلته د تری تم کړل شوی بلوڅانو په احتجاجي ناسته کې ګډون وکړي او هم د غورځنګ له ملګرو سره وویني خو له هوایي اډې څخه د وتلو اجازه ور نه کړل شوه. د هغه په وینا منظور پښتین بیرته کراچۍ ته تللی دی.

محسن داوړ وویل چې د بلوچستان حکومت له لوري پر منظور پښتین د لګول شویو بندیزونو خلاف به عدالت ته ځي او د دې ترڅنګ د خپل ولس د احتجاجونو په زور به دغه بندیز هیسته کوي.

پر منظور پښتین د لګېدلیو بندیزونو خلاف عدالت ته ځو: محسن داوړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:12 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

بلوچستان حکومت په یکشنبه په خپاره کړي نوټیفیکشن کې ویلي، د صوبېپولیسو د مشر په خواست یې منظور پښتون ته د بلوچستان د داخیلېدو اجازه ور نه کړه ځکه چې له دې سره په صوبه کې د امنیت ته ګواښ وو.

سیند حکومت هم په ورستیو کې د منظور پښتین صوبې ته د بندیز حکم کړی و خو وروستو یې خپل حکم بيرته واخیستلو.

XS
SM
MD
LG