د لاسرسي ځای

تازه خبر

شيرپاو د عمران خان پر حکومت پراخه نيوکې کړې


افتاب احمد خان شيرپاو
افتاب احمد خان شيرپاو

د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شيرپاو پر حکومت غږ کړی چې لکه څرنګه یې د هند سره د اړيکو ښه کولو په کوښښ کې په پنجاب کې د کرتارپور لار پرانيسته، همدغسې دې افغانستان سره هم وکړي. نوموړي پرون په کوټه کې خبريالانو ته وويل چې پاکستان دې د افغانستان امن لپاره خپل کردار ولوبوي.

شيرپاو د تحريک انصاف په مشرۍ پر حکومت نيوکې وکړي او ادعا یې وکړه چې د سلو ورځو تر تېرېدو باوجود يې هغه ژمنې نه دي عملي کړې د ټاکنو د کمپاين پر مهال يې کړې وي. هغه زياته کړه: ((د وزيراعظم عمران خان د سلو ورځو کارکردګي د چرګې د هګۍ هومره محدوده پاتې شوې ده. د اقتصادي ستونزو د حل لپاره څه نه دې شوې او پکار ده چې حکومت له هېوادونو د قرضونو اخيستو پر ځای په يو سم اقتصادي پلان کار وکړي.))

څه موده مخکې د پاکستان حکومت د خپلو سلو ورځو کارکردګۍ رپورټ مطبوعاتو سره شريک کړ او وې ويل چې په ګڼو سيمو کې يې ترقیاتي کارونه روان کړي دي.

اقتصادي ستونزې

د پاکستان خزانې وزیر اسد عمر په بېلابېلو خبري غونډو کې ويلي چې دوی غواړي د پېسو ارزښت سم ساتلو او بهرنيوو پورونو ورکولو لپاره نهه اربه ډالر قرض کړي. په دې کې يې درې اربه له سعودي عرب اخيستي او غواړي شپږ اربه د پېسو له نړيوال ملي صندوق واخلي.

دیوې پوښتنې په ځواب کې افتاب شیرپاو وویل چې د یو پلان لاندې په هیواد کې د اتلسم آييني ترمیم د ختمولو هڅې روانې دي خو جمهوريت پلوه ګوندونه به کله هم دې کار ته اجازه ورنه کړي. د يادونې ده چې دا ترميم د منتخب حکومت د قوي کولو لپاره شوی وو.

د تحريک انصاف حکومت چارواکو په بيا بيا ويلي چې د اتلسم ترميم ختمولو يا پکې د بدلون کولو کوښښ نه کوي.

افتاب شيرپاو د خپلو نيوکو په دوام زياته کړې چې حکومت د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژه کې پر بلوچستان او خېبر پښتونخوا تېريدونکې لاره چې غربي لاره ورته ويل کېږي، د پنجاب د لارې په شان نه ابادوي. تېر او دې حکومت داسې تورونه بې ځايه بللي او دريځ لري چې په دې پروژه کې د ټولو صوبو ګټو ته پام شوی دی.

د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ حکومت د درغليوو پر ضد په روانو کارونو ډېر زور راوړي او وايي چې اپوزېشن ډلې ځکه پر دوی نيوکې کوي چې له حساب ورکولو ويريږي. خو افتاب شيرپاو وايي د احتساب عمل بايد د ټولو په شان يو شان وي او خاص سياستوال دې هدف نه ګرځول کېږي.

په همدې حال کې پرون په کوټه کې د تحريک انصاف ګوند د بلوچستان صوبې وياند بابر خان یوسفزي مشال راډيو سره په خبرو کې د افتاب شيرپاو تورونه رد کړې دي. هغه ويلي چې حکومت يې د اقتصاد بهترۍ لپاره ګامونه اخيستي او په ګاونډيو هېوادونو سربېره يې د امريکې او چين سره هم اړيکې ټينګې ساتلې دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG