د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبریالانو له پاکستان حکومته د تحفظ غوښتنه کړې


په پاکستان کې له ولسه د وینا حق اخیستل شوی دی: خبریالان
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:50 0:00

په پاکستان کې له ولسه د وینا حق اخیستل شوی دی: خبریالان

د نړۍ د نورو هېوادونو غوندې د ډېسېبمر پر لسمه نېټه په پاکستان کې هم د بشري حقونو نړيواله ورځ ولمانځل شوه چې پکې خبرېالانو له پاکستاني حکومته د تحفظ غوښتنه وکړه.

د بشري حقونو نړيوالې ورځې په مناسبت سره پرون د ګل په مازيګر د اسلام اباد په پرېس کلب کې فورت پلر نومې ېو غېر سرکاري تنظيم د یوې غونډې تابېا کړې وه چې پکې د ژورنالستانو تنظيمونو د غړو علاوه په لوی شمير کې د مدني ټولنو فعالانو هم ګډون وکړو او وينا يې وه چې خبرېالان د ټولنې د هر تن اواز چارواکیو ته رسوي نو پکار ده چې ورته تحفظ ورکړل شي.

د یاد تنظيم د ښځو څانګې مشرې شازيه نير مشال راډيو ته وويل خبرېالان په مشکل حالاتو کې هم خپل کار په ښه شان ترسره کوي نو دا يې حق جوړېږي چې ورته جايز حقونه ورکړې شي.

د نوموړې وينا وه په پاکستان کې ېو شمير خبرېالان ووژلې شول نه خو د هغوي په کېسونو کې څه پرمختګ شوې او نه يې کورنېو ته انصاف ملاؤ شوې د بشري حقونو نړيوالې ورځې په مناسبت سره د دې پروګرام تابېا کولو مقصد هم دا دې چې د حکومت او اعلې عدالتونو توجو دې طرف ته راواړوو ځکه چې خبرېالان د هر چا اواز پورته کوي خو چې کله په دوي سخت وخت راشي نو بېا يې څوک مرسته نه کوي خبرېالان دې هم انسانان وګڼلې شي او ورته هم دومره بشري حقونه حاصل دي څومره چې د نورو طبقو خلکو ته حاصل دي.

په پاکستان کې د خبرېالانو تحفظ لپاره کارکونکي غېر سرکاري تنظيم فريډم نېټ ورک تيره مياشت په خپل خپور کړي راپور کې ويلي دي چې په تيرو پنځو (۵) کلونو کې په پاکستان کې شپږويشت (۲۶) خبرېالان وژلې شوي دي خو له بده مرغه د ېو خبرېال وژنکي ته هم سزا نه ده ورکړې شوې.

د ذکر ده چې په ۱۹۴۸ کال کې د ملګرو ملتونو عمومي شورا د بشري حقونو لپاره ېو قرارداد منظور کړې وو چې پکې ويل شوي دي هر چا ته د خپل خوښې ژوند تيرولو او د خپلو خيالاتو اظهار کولو حق حاصل دې، د قانون په نظر کې به ټول انسانان ېو برابر وي، عدليه او مقننه به بې پلوه وي او هر تورن تن به تر هغې بې ګناه ګڼل کیږي تر څو چې پرې جرم ثابت شوې نه وي، د رنګ نسل او ذات په اساس به هيچا سره توپيري چلند نه کېږي.

دا قرارداد په هغه وخت کې د پاکستان پشمول د نړۍ تقريبا ټولو هيوادونو لاس ليک کړې وو او منلې يې وه چې انسانانو ته به په دغه قرارداد کې ذکر شوي حقونه ورکوي.

خو د ژورنالستانو فېدرالي اتحاديې (پي اېف يو جی) صدر افضل بټ مشال راډيو ته وويل پاکستان حکومت قرارداد خو لاس ليک کړې خو عمل پرې نه کوي.

د نوموړي وينا وه په بشري حقونو کې هر تن ته د خپلو خيالاتو اظهار کولو حق حاصل دي خو چې کله د ېو چا نه دا حق واخستلې شي نو داسې شوه چې ټول حقونه ترې واخستل شو او له بده مرغه په پاکستان کې تقريبا دا حق د خلکو نه اخستل شوې دې د نړۍ په ترقي ېافته ملکونو کې د بشري حقونو ورځ لمانځلو لوجې کيدې شي چې پېغام په صحيح توګه خورېږي خو د پاکستان پشان ملکونه چرته چې هره ورځ خلک د خپلو خيالاتو د اظهار نه منې کول کېږي نو د خبرېالانو تنظيمونو سره سره مدني ټولنو فعالانو او غېر سرکاري تنظيمونو له به وخت پر وخت دې لړ کې اواز پورته کول وي نو بېا کيدې شي چې معاملات صحيح شي.

د بشري حقونو نړيوالې ورځې په مناسبت سره د پاکستان صدر عارف علوي او وزيراعظم عمران خان په خپلو پېغامونو کې ويلي دي د پاکستان حکومت د انساني حقونو ساتنې او د ډيموکراسۍ ودې ته بې کچه ارزښت ورکوي او د ټولنې غريبو خلکو د حقونو تحفظ او د دوي استحصال ودرولو لپاره د کار کولو ضرورت دی.

XS
SM
MD
LG