د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو د بشري حقونو ساتونکي وستایل


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرز
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرز

د ملګرو ملتونو مشر نن د ډیسېمبر پر لسمه نېټه د بشري حقونو نړیوالې ورځې لمانځلو پرمهال د بشري حقونو ساتونکي وستایل.

یادې ادارې پر خپله ویبپاڼه د عمومي منشي انتونیو ګوتېرز یو ویډیويي پیغام خپور کړی چې پکې نوموړي ویلي، د بشري حقونو دفاع کونکو د مخ په زیاتېدونکي نفرت، نسلي توپیر او د عدم برداشت په حالاتو کې د خلکو خوندیتوب لپاره خپل ژوند په خطر کې اچولې نو له دې کبله د بشري حقونو دفاع کونکو ستاینه کوي.

نوموړی زیاتوي: ''په نړی کې بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي، د قانون حکمراني کمزورې کېږي، نړیوال اقدار په ختمېدو دي نو اوس چې د پخوا په نسبت زموږ ګډې زمه وارۍ واضحه دي نو راځئ چې د هر چا او هر چېرته د بشري حقونو لپاره په شریکه ودرېږو.''

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG