د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت د سکولونو لپاره نوي ۸۵۰۰ ښوونکي ګماري


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ

د خېبر پښتونخوا حکومت فېصله کړې چې د صوبې د سکولونو لپاره به نور ۸۵۰۰ نوي استادان بهرتي کوي.

د تعلیم په هکله د یادې صوبې د وزیراعلا سلا کار ضیاءالله بنګش د دسمبر پر نهمه مشال راډیو ته وویل د ۱۷۰۰۰ استادانو د بهرتي کولو عمل له وړاندې مکمل شوی دی.

هغه وویل، “د دې نه علاوه به د نورو ۶۰۰۰ استادانو بهرتي کولو اعلان وکړو، او د دې ترڅنګ به ۲۵۰۰ استادان په ځانګړي توګه د قبایلي ضلعو لپاره بهرتي کړو.”

نوموړي وویل هڅه کوي چې په دې طریقه په صوبه کې د تعلیم ودې ته لاره هواره کړي.

ضیاءالله بنګش زیاتوي چې په ټوله خېبر پښتونخوا کې شاوخوا ۶۵۰۰۰ استادانو ته اړتیا ده چې په مرحله واره توګه به یې د ازموینې د ځانګړي نظام یا این ټي ایس له لارې پوره کوي.

د تعلیم په هکله تحقیق کوونکې غېر سرکاري ادارې الف اعلان یو چارواکی عمر اورکزی د حکومت د دې ګام ستاینه کوي.

عمر اورکزي مشال راډیو ته وویل ، “ که څه هم د دې صوبې ضرورت په ۸۵۰۰ استادانو نه پوره کیږي، خو امید کوو چې حکومت به دا سلسله جاري وساتي.”

د ده په وینا ، دویمه ښه خبره دا ده چې د دې استادانو د بهرتي کولو لپاره د ازموینې معیار ښه ایښودل شوی نو د دې به د تعلیم پر معیار ښه اثرات وي.

د خیبر پښتونخوا د تعلیم پخوانۍ وزیره مسرت قدیم وايي د پرمختګ لپاره د تعلیم په محکمه کې د اصلاحاتو هم ډیر ضرورت دی.

نوموړي په دې اړه وویل ، “د استادانو په سکول کې حاضري یقیني کول ډیر مهم دي. د دې لپاره د څار او احتساب نظام پکار دی. بل دا هم کتل پکار دي چې استادان په سکولونو کې زده کوونکو ته څنګه سبق ښايي.”

ضیاءالله بنګش وايي له سکولونو غېر حاضر استادانو ته یې وخت ورکړی او تر هغه وروسته به سکول ته د نه تلونکو استادانو پرضد سخت ګامونه پورته کوي.

نوموړی وايي وخت په وخت به په سکولونو کې د تعلیم د معیار جاج هم اخیستل کیږي او د هغې په بنیاد به استادانو ته انعامونه او مراعات ورکوي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG