د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا: پولیو ضد درې ورځنی کمپاین له لسم دسمبره پېلېږي


د پولیو ضد پخواني کمپاین عکس
د پولیو ضد پخواني کمپاین عکس

د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي چې د دسمبر له لسمې په ټوله صوبه کې د ګزڼ ناروغۍ یا پولیو پرضد درې ورځنی کمپاین ترسره کوي.

د پولیو د مخنیوي ادارې صوبايي مشر محمد عابد خان د دسمبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې په دې کمپاین کې به د پنځو کلونو تر عمرد ۵۸ لکهو څخه زیاتو ماشومانو ته د ګزڼ د مخنیوي څاڅکي ورکول کیږي.

نوموړی وايي ، “دا کمپاین په ټوله صوبه کې دی خو زموږ زیاته پاملرنه پر هغو سېمو ده چې د پولیو وایرس پکې موجود دی.”

ده وویل ، “ په دې کې تر ټولو زیات پېښور ته پام شوی او د دې لپاره مو ځانګړی پلان جوړ کړی دی. په پېښور کې اتلس یونین کونسلونه دي او دا مو په څلورو برخو کې ویشلي دي.”

محمد عابد خان وویل دوي هیله من دي چې دا ځل به یو ماشوم هم له وېکسینو نه پاتې کیږي.

د صحت څانګې د چارواکو په وینا په ۲۰۱۸م کال کې تر اوسه په خېبر قبایلي ضلع کې یو او په باجوړ کې دوه د پولیو نوي ناروغان میندل شوي دي.

د قبایلي ضلعو لپاره د پولیو د مخنیوي د ادارې مشر ډاکټر ندیم جان وايي د پولیو د مکمل خاتمې لپاره هر ماشوم ته ویکسین ورکول ډیر ضروري دي.

ده وویل ، “په قبایلي سېمو کې سږکال د اکتوبر میاشتې پورې په دوو کلونو کې د پولیو کېس مخې ته نه وو راغلی خو اوس بیا په خېبر او باجوړ کې د پولیو کېسونه رپورټ شوي دي.”

نوموړي زیاته کړه چې دوي په باجوړ کې هم د سخا نالیو نمونې ازمویلې دي او معلومه شوې ده چې هلته د پولیو وایرس لا هم موجود دی.

د ده په ونیا ځکه په قبایلي ضلعو کې تر ټولو ډیره توجه دوي باجوړ ته ورکړې ده.

د نومبر پر ۲۴ مه د پولیو د مخنیوي لپاره د وزیراعظم لخوا ځانګړې ادارې په رپورټ کې راغلي وو چې د پولیو اهکارانو د غفلت له کبله په پېښور کې شاوخوا ۲۳۰۰۰ ماشومان له وېکسینو پاتې شوي دي.

محمد عابد خان وايي د دغو کسانو خلاف کاروايي شوې ده او په راتلونکي کمپاین کې به دې مسلې ته پام کوي.

په پاکستان کې په روان کال کې تر اوسه د پولیو ټول اته کېسونه رپورټ شوي، چې څلور یې په خېبر پښتونخوا، درې په بلوچستان او یو په کراچۍ کې مخې ته راغلی دی.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG