د نوموړي ورور شبیر یوسفزي د دسمبر پر اتمه ماښام مهال مشال راډیو ته وویل چې رشید یوسفزی امنیتي ادارو وړی دی.
ده وویل، “ د شپې دوه بجې سیکیورټي فورسز راغلل، یو ورسره د پولیس موبایل وو او یو د ډي ایس پي سپین ویګو ګاډی وو. موږ ورته دروازه خلاصه کړه ویل سرچ اپرېشن کوي."
ده زیاته کړه چې هغوي په کور کې وګرځیدل، یو یې د رشید لېپ ټاپ کمپيوټر را واخیسته او له دوي ټولو یې موبایل ټیلیفونونه هم غونډ کړل.
شبیر وویل، " راغلو کسانو رشید ته وویل موږ تا پسې راغلي یو او بیا یې موږ ته خپل موبایلونه بیرته راکړل خو رشید یې له ځانه سره بوتی.”
شبیر یوسفزی وايي ورور رشید یوسفزی یې له هیڅ یو سیاسي ګوند او نه هم له کوم تنظیم سره تعلق لري.
دا راز د مردان باغِ حرم یونین کونسل ناظم ممتاز بهادر وايي په دې لړ کې ځايي تاڼې ته ورغلی وو خو لا هم ورته معلومات نه دي ورکړل شوي.
ممتاز بهادر وویل، “زه د رشید له وروڼو سره تهاڼې ته ورغلم. پولیس په دې هکله د لا علمۍ اظهار وکړ. بیا د رشید د وروڼو په مدعیت کې موږ له پولیس سره رپورټ درج کړ او هغوي وویل چې معلومات به کوي.”
د مردان د شیخ ملتون ټهاڼېایس ایچ او عاشق حسین هم مشال راډیو ته وویل چې دوي په دې اړه مالومات نه لري. امنیتي ادارو لا هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
شبیر یوسفزي وویل چې د ده ورور رشید یوسفزي په پاکستان کې د مقابلې امتحان سي ایس ایس پاس کړی وو او پر ۱۹۴م نمبر راغلی وو.
د ده په وینا ، په بریالی شوو کسانو کې له ده پرته نورو ټولو ته نوکرۍ ورکړل شوې وې خو ده ته نه ور وکړل شوې د کوم پرضد چې ده عدالت کې مقدمه هم کړې ده.
نوموړي د ایران په سفارت کې هم یو څه موده کار کړی دی او فارسي ژبه یې هم زده ده.
په پاکستان کې د انساني حقونو د خپلواک کمېشن یو مرکزي مشر شیر محمد خان وايي د هېواد هر وګړی آییني او قانوني تحفظ لري او که پر هغه کوم تور وي نو عدالت ته به وړاندې کیږي.
ده وویل ، “یو انسان چې په کومه خاوره اوسیږي، د هغې قانون او ایین ورته تحفظ ورکوي. که هغه ورکیږي نو د ریاستي ادارو دا ذمه واري ده چې معلومات یې وکړي او دا په ډاګه کړي چې چا بیولی، چیرته او د څه لپاره یې بیولی دی.”
شیر محمد خانزیاته کړه چې ریاستي ادارې له دې هر څه لا علمي نشي څرګندولی.
په پاکستان کې پښتانه او بلوڅ فعالان وايي چې په زرګونه خلک ورک دي چې زیاتره یې تور پر امنیتي او جاسوسي ادارو پورې کېږي خو هغوي دا نه مني.
د بشري حقونو پاکستانۍ او نړیوالې ډلې دا یو جدي مسله ګڼي او په اړه یې په وار وار اندېښنې هم ښودلې دي.
د پاکستان حکومت د ورک کړل شوو کسانو د مسلې لپاره یو کمېشن هم جوړ کړی چې د هغوي په اړه پلټنې وکړي او مالومات راغونډ کړي.