د لاسرسي ځای

تازه خبر

کواټ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ۱۲ غړي نیول شوي


د جمعې پر ورځ د غورځنګ دوه مشران علي وزیر او محسن داوړ هم له پېښور هوايي ډګره پرواز ته پرېنښودل شول
د جمعې پر ورځ د غورځنګ دوه مشران علي وزیر او محسن داوړ هم له پېښور هوايي ډګره پرواز ته پرېنښودل شول

پراګ ـ په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو نيولو لړۍ روانه ده او په تازه پېښه کې په کواټ کې یې لږ تر لږه ۱۲ کسان نیول شوي.

دغو کسانو د خپل هغه ملګري د راخوشي کولو لپاره مظاهره کوله چې د اېف سي ار قانون تر لاندې نيول شوی.

دوی وايي، د اېف سي ار پر ختمېدو سربېره له دې قانون سره سم د کسانو نیول ناسم عمل دی.

پر دوی د رياست خلاف د خلکو د پاڅولو تور پورې شوی چې غورځنګ یې ردوي او وايي، د پاکستان له ایین او قانون سره سم، د پښتنو د حقونو لپاره هڅې کوي.

د کواټ د پولیسو یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، د ډېسېمبر پر لومړۍ یې دا کسان د ریاست پر ضد د نعرو وهلو او د خلکو پارولو په تور نیولي.

په همدې حال کې د دې غورځنګ د دوو مشرانو علي وزیر او ډاکټر سيد عالم مسود ضمانتونه منظور شوي دي.

د غورځنګ مشرانو د نومبر پر ۳۰مه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې د پېښور په حيات اباد کې يې د پاکستان د پلټنو فېډرالي ادارې (اېف ای اې) تاڼې مخې ته خپله احتجاجي ناسته تر هغې وروسته ختمه کړه کله چې محسن داوړ او علي وزير دواړه شپې مهال په ضمانت خوشې شول.

پښتون ژغورنې غورځنګ ويلي چې دواړه مشران د نومبر پر ۳۰مه په دوبۍ کې له مېشتو پښتنو سره د لیدنې لپاره روان ول چې د اېف ای ای چارواکو په پېښور کې پر باچا خان هوايي ډګر ونيول او دوی ته يې د سفر اجازه ورنکړه.

تر خوشې کېدو وروسته محسن داوړ د احتجاجي ناستې ګډونوالو ته وويل چې په راتلونکې کې به هم په اتحاد او تفاق پر پښتنو د دا ډول ستونزو د هواري لپاره لاس په کار کېږي.

XS
SM
MD
LG