د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې د پاناما قضیې پر تړاو څلور کسان تورن شوي


پاناما پاڼه

په امریکا کې څلور هغه کسان په دې تورن کړل شول چې د پاناما د یو حقوقي فرم سره تړاو لري او پاناما پېپرز په نوم د هغه اقتصادي مالوماتو د خپرولو تر شاه لاس لري چې د امریکایي ټکسونو نه د ځان بچ ساتلو نړیوال سکیم یې هم په ډاګه کړ.

د ډېسېمبر په څلورمه په یو بیان کې په منهېټن کېسرکاري وکیلانو ویلي په دغو څلورو کسانو کې دوه د جرمني یو د امریکا او یو له پاناما سره تعلق لري او زیاتوي په دغو کې درې تنه له وړاندې نیول شوي دي.

په دغو څلورو کسانو کې یو هېرالډ جوشېم چې یو پخوانی امریکایي شهري دی او د موزېک فونسېکا اېنډ کو په نوم د دغه قانوني کمپنۍ یو مشتري دی د ډېسېمبر په درېمه په لندن کې نیول شوی، بل تن تېره میاشت په پېرس کې نیول شوی او درېم تن چې په امریکا کې مېشت یو اکاونټنټ دی تېره ورځ په مېساچوسټس کې نیول شوی دی، او څلورم تن چې په دغه کمپنۍ کې یو وکیل وو لا یې هم څه پته نه لږي.

وکیلان وایي دغه لا حقوقي فرم چې د روان کال په پېل کې بند کړل شوی دی،د امریکا د ټکس د قانون خلاف یې خپل او د خپلو کلاینټس پېسې له ټکسه بچ ساتلي دي.

په دغو څلورو کسانو د ټکس فراډ او سازش کولو ۱۱ مقدمې درج کړل شوی دي.

پاناما پېپرز ۱۱ میلیونه داسې خفیه کاغذونه دي چې لومړی د جرمني په یو ورځپاڼه کې خپاره کړل شوې او وروسته په ۲۰۱۶م کال کې په یو شمېر نورو خبرې ادارو کې یې مالومات خپاره کړل شول.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG