د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې او امریکا ولسمشرانو سره لیدلي


د روسیې ولسمشر وايي،له خپل امریکايي سیال سره یې په لیدنه کې په توره بحیره کې د یوکراین او روسي سمندري بیړیو ترمنځ پر شخړې لنډې خبرې کړې دي.

د ولاديمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ ترمنځ دا لیدنه د ډېسمبر په لومړۍ نېټه په ارجنټاین کې د جي۲۰ غونډې په څنډو کې شوې ده او په اړه یې کم معلومات د رسنیو په واک کې ورکړل شوي دي.

پوتین زیاته کړه، دوی لنډې غیر رسمي خبرې وکړې، ټرمپ په تور سمندرګی کې د شوې شخړې په اړه پوښتنه وکړه او ده ورته خواب وویلو.

د روسیې ولسمشر وايي دواړو خواوو په دې معامله جلا نظر لرلو او هېڅ تغیر پکې نه دی راغلی.

سپينې ماڼۍ د دې خبرې پخلی کړی چې دواړو مشرانو د جي۲۰ هیوادونو د سرمشریزې پر مهال په یوې ماښامنۍ کې سره خبرې کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG