د لاسرسي ځای

تازه خبر

پامپیو: ایران دې د بېلېسټېک توغندیو ازموینه ودروي


مایک پومپيو
مایک پومپيو

پراګ ـ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ایراني حکومت لخوا د منځني واټن د بېلېسټېک توغندي ازموینه غندلې ده. د دغه توغندي په اړه دا هم ویل کېږي چې له ځانه سره مختلفې وسلې هم لېږدولی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دسمبر په لومړۍ نېټه په یو بیان کې ویلي، دغه مېزایل د اروپا ځینې برخې او په منځني ختیځ کې هر یو ځای په نښه کولی شي.

د ایران دا تازه ازموینه د ملګرو ملتونو د هغه قرارداد سرغړونه هم ده چې پکې ایران د څه قسمه بېلېسټېک میزایل چې ایټمي وسلې له ځان سره وړلی شي د جوړولو نه منع کړی وو. مایک پامپیو په ایران غږ کړی چې خپل ټول داسې کارونه دې ودروي.

په دې وروستیو کې امریکا پر ایران اقتصادي بندیزونه بیا عملي کړل. پر ایران د امریکا لخوا بندیزونه د هغه کمپېن برخه ده چې د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د انتظامیي ترمخه د ایټمي وسلو لرلو او په منځني ختیځ کې د وسلوالو ډلو د ملاتړ په اړه په دغه هیواد فشار زیات کړي.

بلخوا تهران د پامپیو د بیان په ځواب کې ویلي، د دوی میزایلي پروګرام یواځې د خپل دفاع لپاره دی او دا چې دغه د ملګرو ملتونو د قراردادونو څخه سرغړونه نه ده.

د ایران د بهرنیو چارو ویاند بهرام قاسمي د دغې میزایلي ازمویینې د تردید او تصدیق په اړه هېڅ نه دي ویلي. د ایران سرکاري خبري ادارې د قاسمي لخوا ویلي چې دغه میزایلي پروګرام یې یواځې دفاعیي نوعیت لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG