د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ارجینټېنا کې جي ۲۰ هېوادونو غونډه کېږي


د جي ۲۰ لوګو.

د جي۲۰ په نوم د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو دوه ورځنۍ سرمشریزه د نومبر پر۳۰مه د ارجینټینا په بوی-نس ایرس کې پیلېږي.

د راپورونو ترمخه د اروپايي ټولنې په ګډون د نړۍ ۱۹ لویو اقتصاد لرونکو هیوادونو مشران په دې غونډه کې نړیوال اقتصاد ته په ورپیښو چیلنجونو خبرې کوي.

د رویټرز خبري اژانس د یو راپور ترمخه حکومت پر دغه مهال د امنیت ټینګ ساتلو لپاره په لویه کچه تیارۍ نیولې او د ښار مرکزي کاروباري سیمه يې تړلې ده.

پروسږ کال د جرمني په همبرګ کې د جي ۲۰ د سرمشریزې پر مهال د مدني ټولنې د غړیو له خوا د نړیوالو اقتصادي پالیسیو پرضد قهرجنې مظاهرې شوې وې.

تمه ده چې د نومبر پر ۳۰مه د ارجینټینا کیڼ-لاسي یو لاریون وکړي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG