د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې بېګا وسله وال برید ۱۰ تنه وژلي ۲۷ ژوبل


امنیتي سرتېري تر چاودنې سمدستي وروسته سیمې ته ورسېدل
امنیتي سرتېري تر چاودنې سمدستي وروسته سیمې ته ورسېدل

په کابل کې بېګا ختیځ پلو د نهمې امنیتي حوزې اړوند د صنعتي پارکونو په سیمه کې پر یوې امنیتي کمپنۍ G4S باندې له وسله وال بریده لس کسان وژل شوي دي، چې پکې شپږ تنه افغانان، یو بریتانوی او د پاتې دریو نوروپېژندګلو لا نه ده شوې. په برید کې ۲۷ نور کسان ټپيان شوي دی چې ۱۱ تنه يې د نیپال، ۵ يې د انګلستان او پاتې نور يې افغانان دي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې حمله د چهارشنبې په ماښام ۶ بجې او ۴۰ دقیقي د موټر بم په کولو سره پیل شوه او وروسته څلور وسله وال د G4S په نوم امنیتي کمپنۍ ته ننوتل.

دی وايي حمله کوونکي نږدې لس ساعته یعنې د پنجشنبې د سهار تر څلورنیمو بجو پورې له امنیتي ځواکونو سره وجنګېدل.

ښاغلي رحیمي زیاتوي چې د امنیتي ځواکونو عملیاتو ځکه ډېر وخت ونیوه چې حمله کوونکو د یاد شرکت ۳۳۰ کارکوونکي له ځانه سره یرغمل کړي وو.

نوموړی وايي چې په یرغمل شویو کسانو کې ۳۶ تنه افغانان او پاتې نور يې بهرنیان وو خو امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې د سهار په دریو بجو د حمله کوونکو له منځه وړولو وړاندې یاد کسان وژغوري.

یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې یاد شرکت بریتانوي وو.

د وسله والو طالبانو یوه ویاند زبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې ویلي چې یاده حمله د دوی د پنځه وسله والو له لوري ترسره شوې او ادعا يې کړې چې په دغه حمله کې لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.

په افغانستان کې په بهرنیانو او افغان پوځیانو دا لومړۍ حمله نه ده.

له دې وړاندې هم په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ورته حملو پر مهال کورنیو او بهرنیو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پوځي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي چې د تېرې شپې حملې یو وار بیا وښوده چې د افغانستان په کشفي او استخباراتي ادارو کې کمزورۍ موجودي ي.

له ډلې يې محمدا ګل مجاهد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تر هغه وخته چې استخباراتي ادارې تقویه نه شي د دغه ډول حملو مخنیوی ستونزمن کار دی.

" له شک پرته چې د افغانستان په استخباراتي برخه کې کمزورۍ موجودي دي، دا باید ټول ومنو چې دا ضعف دی او هغه پلانونه چې مخالف وسله وال يې نیسي افغان استخباراتي ادارې ترې خبر نه لري او نه هم د هغوی په منځ کې نفوذي کسان لري."

د ښاغلي مجاهد په باور هر وخت د سولې د خبرو له ګرمېدو سره وسله وال مخالفینو هم خپلو حملو ته زور ورکوي.

دی وایی د دغه ډول حملو تر شاه د سیمه ییزو استخباراتي کړیو لاس وي او په دې سره غواړي چې د سولې روانو هڅو ته زیان ورسوي.

XS
SM
MD
LG