د لاسرسي ځای

تازه خبر

بریتانیا له وچکالۍ ځپلو افغانانو سره ۲۵ میلیونه پونډه مرسته کوي

له جنګه نه له وچکالۍ تښتي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:19 0:00

له جنګه نه له وچکالۍ تښتي

بریتانیا له هغو سلګونو زرو افغانانو سره چې د وچکالۍ له خطر سره مخامخ دي، د ۲۵ میلیونه پونډه مرستې ژمنه کړې.

په کابل کې د بریتانیا سفارت د نومبر په ۲۶ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا اعلان وکړ.

اعلامیې د بریتانیا د نړیوالې پرمختیایي ادارې د مشر پیني مورډنټ له خولې لیکلي چې په دې مرستو کې به هغو افغانانو ته چې وچکالۍ سخت ځپلي، خوراکي مواد، سرپناه او د څښلو پاکې اوبه برابرې شي.

دا نوې مرسته د بریتانیا نړیوالې پراختیایي ادارې له خوا له کړکېچونو سره د مرستې له صندوقه ورکول کېږي.

افغانستان په دا وروستیو لسیزو کې سختو وچکالیو ځپلی دی چې تر ډېره یې د خلکو کرنې او مالدارۍ ته زیان اړولی دی.

پیني مورډنټ د جنیوا تر کنفرانس وړاندې ویلي چې په افغانستان کې مرګوني وچکالۍ له وړاندې میلیونونه کسان ځپلي دي چې ډېری یې له همدې کبله د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.

نوموړي ویلي، د بریتانیا تر څنګ نور مرستندویه هېوادونه هم باید په دې برخه کې اقدامات وکړي.

ټاکل شوې د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان د وچکالۍ پر بحران هم د جنیوا د کنفرانس په ترڅ کې خبري وشي چې د نومبر پر ۲۷ مه او ۲۸ مه رابلل شوی دی.

په سویس کې د افغانستان سفیرې ثریا دلیل له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل:

ثریا دلیل
ثریا دلیل

"د نومبر پر ۲۷مه د جنیوا غونډې په پیل کې پر څلورو موضوعاتو خبرې کېږي چې په هغه کې د ښځو پیاوړتیا، خصوصي سکټور، بېځایه شوي، د خوړو امنیت او وچکالي ده چې پر هرې موضوع به یو نیم ساعت خبرې وشي."

بریتانیا له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې دوهم لوی هېواد دی.

د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره پخلی کوي چې د دې هېواد شل ولایتونه د وچکالۍ له کبله د غذايي موادو د کمښت سره لاس او ګرېوان دي.

د ملګرو ملتونو د سازمان په حواله، سږکال په افغانستان کې تردوه میلیونه زیات وګړي د شدیدې وچکالۍ له امله خوړو او د څښلو پاکو اوبو ته اړ دي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې سږنۍ وچکالي بې سارې بللې ده او اړو کسانو ته یې د بیړنیو مرستو رسولو غوښتنه کړې.

د دې سازمان په وینا، سږ به د نورو کلونو په پرتله په افغانستان کې ورښتونه ۷۰ فیصده کم وي او دا به پنځم کال وي چې پرله پیسې د کروندګرو بر کمېږي.

د دې سازمان په حواله، د افغانستان په درو کې دوې برخې په تېره په شمال او لوېدیځ کې وچکالۍ ځپلې دې.

XS
SM
MD
LG