د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د نذیر ګل استاد د موسیقۍ اکېډمي


استاذ نذیر ګل په خپله اکېډمي د موسیقۍ زده کړې ورکوي.
استاذ نذیر ګل په خپله اکېډمي د موسیقۍ زده کړې ورکوي.

پېښور - د پېښور ښار په یوه فلېټ کې ځېني کسان راغونډ دي چې د موسیقۍ زده کړې کوي او یو استاذ ورته د موسیقۍ بنیادي سرګمونه او سورونه ښیي.

سارې... ګا... ما

پا دا ني سا

سا ني دا پا

ما ګا رې سا

دا د منل شوي استاد نذیر ګل اکېډمي ده چې پکې د هر عمر خلک د موسیقۍ زده کړې کوي.

په پېښور کې د موسیقۍ د زده کړې نور ځایونه هم شته خو د نذیر ګل استاد اکېډمي بدله ده. دلته سندرې، باجه، رباب، تبله، شپېلۍ او د کلیرېنېټ زده کړې کېږي.

اوس مهال په دې اکېډمۍ کې د څلورو نجونو په ګډون ۱۶ کسان زده کړې کوي. په دوی کې غفران د رباب زده کوي.

غفران له ماشوموالي له رباب سره مینه لرله خو مخکې ورته د کورنۍ له خوا د دې د زده کړې اجازه نه وه خو چې زلمی شوی نو د رباب زده کول یې شروع کړل.

نذیر ګل استاد
نذیر ګل استاد

دی وایي چې په وړوکوالي کې ورته له کوره اجازت نه وو خو په خپلو پښو تر درېدو پس ورته اوس څه نه وايي.

"له دې سره انسان له غلطو کارونو بچ وي،د فضول ناستې نه رباب غږول ډېر ښه دي، زیاتره وخت یې تمرین کوم. شوق مې هم پوره کیږي او وخت مې هم تېریږي. چې د رباب غږولو ته کینم نو د دنیا سره مې رابطه ختمه شي او د فن دنیا ته ورننوزم."

په پښتونخوا کې د ترهګرۍ څپې د هنر او موسیقۍ برخه ډېره ځپلې ده. له دې وجې یو شمېر هنرمندان نورو وطنونو ته کوچیدلي او یا یې هم د هنر نړۍ پریښي ده.

طبله نواز سلیم وایي، حالات اوس د مخکې پرتله ښه شوي دي.

"مخکې حالات داسې و چې د موسیقۍ محفلونه به مو په کوټو کې دننه کول خو اوس حالات ښه شوي دي او بهر هم د موسیقۍ پروګرامونه کوو."

اکېډمۍ ته د پوهنتون بي ایس سي زده کونکې شاه ارمان له پلاره پټ ورځي. هغه وایي په سکول کې یې د سندرې په ویلو انعام هم ګټلې و خو د پلار له ېرې یې وانخیست.

"زما د سندرې ویلو شوق له وړوکوالی دی، بریالی صمدي او هارون باچا مې خوښ سندرغاړي دي.مور او وروڼه مې راباندې خبر دي. هغوی راته وایي که سندرغاړی شې خلک به څه وایي؟ زه وایم د خلکو دغه سوچونه غلط دي."

مسرت له پاړه چیناره پېښور ته راغلی دی او د شپېلۍ زده کولو لپاره اکېډمۍ ته راځي.

"زموږ د کلي یو استاد به شپیلۍ غږوله، له هغه وخته مې ورسره مینه پیدا شوه. دلته یې زده کړې ته راځم. اول مې شپېلۍ غږوله اوس راته ملګرو په ۳۰ زره روپۍ کلیرینټ هم واخیستو."

نذیر ګل استاد دا اکېډمي ۱۰ کاله مخکې جوړه کړې او تراوسه یې وږمې، ماه جبین، نازیه اقبال، ګلپاڼې، غزالې جاوید، وصال خیال او خالد ملک ته د سندرو ویلو تربیت ورکړی دی خو د استاذ نذیر ګل پخپلو بچو کې یوه هم دا هنر نه دی زده کړی: "څلور زامن مې دي خو له بده مرغه یوه زوی مې هم دا هنر زده نه کړ. هغوی سرکاري نوکران دي. زما ملګري ورته وایي چې تاسو باید د پلار د هنر مېراث راټینګ کړئ خو هغوی یې نه مني، په دې راته خپګان دی."

نذیر ګل استاد وایي، د خیبر پښتونخوا حکومت ته یې په سرکاري کچه د اکېډمۍ جوړولو ویلي دي خو لا هم ورباندې حکومت غور نه دی کړی. هغه وایي که د سرکار لخوا داسې اکېډمي جوړه شي نو له دې سره به هنرمندان زیات شي.

XS
SM
MD
LG