د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي هغه مسود زندانیان جرګې ته سپاري چې پلټنې یې بشپړې شوې دي


په پاکستان کې حکومت د ورکو کسانو په اړه یو کمېشن هم جوړ کړی
په پاکستان کې حکومت د ورکو کسانو په اړه یو کمېشن هم جوړ کړی

ډېره اسماعیل خان - د جنوبي وزیریستان انتظامیه وايي، د مسودو هغه زندانیان به جرګې ته وسپاري چې په اړه یې پلټنې بشپړې شوې دي.

دا خبره د جنوبي وزیرستان د انتظامي مشر مرستیال یوسف علي مومند د نومبر پر ۲۵مه مشال راډیو ته وکړه.

د نومبر پر ۲۴مه د مسودو د مشرانو یوې جرګې په ټانک کې د سیمې له انتظامي مشر اخونزاده محمد یحیا سره ولیدل او د هغو شاوخوا ۵۰ کسانو په اړه ورسره وغږېدله چې پخوا ورک یا لادرکه کسان بلل کېدل خو اوس په بېلا بېلو زندانونو کې بندیان دي.

په جرګه کې شامل یوه مشر سعید انور مسود وویل، دا کسان له پینځو څخه واخله د ۱۰ کلونو په موده کې د استخباراتي "اېجنسو کسانو له مختلفو مقاماتو نیولي ول."

دی وايي، استخباراتي چارواکو دا کسان شاوخوا یو نیم کال مخکې پولېټيکل انتظامیې ته سپارلي چې پکې ۱۵ د واڼه او ۳۵ د ډېره اسماعیل خان او بنو په زندانونو کې دي.

د ده په خبره، له هغه وخت راهیسې بندیان هېڅ عدالت ته نه دي وړاندې شوي.

مسود زیاتوي چې د جنوبي وزیرستان انتظامیې اوس د ټولو بندیانو دوسیې پرانیستې دي.

د سیمې اسېسټنټ کمېشنر یوسف علي مومند وايي، هغه بندیان به د مسودو جرګې ته وسپاري چې په اړه یې ګډې پلټنیزې ډلې تحقیقات بشپړ کړي او بېګناه بلل شوي.

چارواکي وايي، دا ګډې پلټنیزې ډلې د هغو کسانو په اړه جوړېږي چې د جرم په اړه یې ثبوتونه نه وي.

په دې تحقیقاتي ډلو کې د استخباراتي ادارو افسران، د قبایلو مشران او د سیمې د انتظامي مشر مرستیالان شامل وي چې وروستۍ فیصله کوي.

مومند وايي، د هغو بندیانو قضیې ځنډېږي چې په اړه یې ګډې پلټنیزې ډلې نه دي جوړې شوې او یا یې خپل کار نه دی بشپړ کړی.

دی وايي، لامل یې دا دی چې د پېښور های کورټ په خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو تر ورګډېدو وروسته هلته د وفاقي حکومت لنډمهالی قانون (انټېرم ګورننس رېګولېشن یا ای جي ار) ځنډولی دی.

د پېښور های کورټ د نومبر پر ۱۲مه په خپله یوه تفصیلي فیصله کې حکومت ته امر وکړ چې د نومبر تر ۲۹مې پورې دې اقدامات وکړي او د هېواد قانون دې تر پخوانیو قبایلي اېجنسیو وغځوي.

های کورټ په فیصله کې ویلي ول چې لنډمهالی قانون د هېواد له ایین سره سمون نه خوري ځکه چې قبایلي سیمې اوس په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې دي.

د جنوبي وزیرستان انتظامي چارواکی زیاتوي چې هر کله حکومت سیمو ته د پاکستان قوانین وروغځوي نو هغه مهال به د پاتې بندیانو د برخلیک په اړه فیصله وکړای شي.

په قبایلي سیمو کې د شاوخوا یوې نیمې لسیزې په ناامنیو او د وسله والو پر ضد په پوځي عملیاتو کې ګڼ کسان ورک شوي چې د ځېنو یې هېڅ پته نه ده لګېدلې.

د پاکستان حکومت د همدې کسانو د معلومولو په اړه یو تحقیقاتي کمېشن هم جوړ کړی.

XS
SM
MD
LG