پراګ ـ د اروپايي ټولنې مشرانو د نومبر پر ۲۵مه، له یادې ټولنې د برتانیا د وتلو یا برېګزېټ د دوو مهم سندونو منظوري ورکړه. ټاکل شوې چې برتانیا به په راروان کال کې د اروپايي ټولنې سره رسما خدای پاماني وکړي.
د اروپايي اتحادیې د ۲۷ هیوادونو مشرانو د اتوار پر ورځ غونډه درلوده چې د نږدې یو ساعت په واټن کې دې پرېکړې ته سره ورسېدل چې برتانیا له اروپايي ټولنې وتلی شي. د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټوسک د اتوار پر ورځ دغه پرېکړه اعلان کړله.
له غونډې وروسته دلیتوانیا ولسمشر دالیا ګریباسکایټ په ټویټر یو پیغام کې وویل له یورپي یونین د برتانیا د وتلو معامله منظوره شوه خو دا عمل له مکمل کېدلو لا هم ډېر لرې دی.
د نومبر ۲۵مې په غونډه کې د اروپايي ټولنې مشرانو د ۵۸۵ پاڼو د هغې لوظنامې منظوري ورکړه چې تر مخه به یې د راتلونکي کال د مارچ په ۲۹مه برتانیا له دې اتحاده ووځي.
د دې ترڅنګ د اروپايي ټولنې او برتانیا ترمنځ په راتلونکې کې د ګډو اهدافو لپاره د اړیکو په اړه لوظنامه هم منظوره شوه خو د برتانیا له پارلیمان نه د دې معاملې د منظورۍ مرحله لا هم پاتې ده.
له دې وړاندې د برتانيې وزيراعظمې ټیریزا مې په ولس غږ کړی وو چې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو لپاره دې د برېګزټ ملاتړ وکړي. نوموړې د ملت په نوم یو لیک کې لیکلي وو چې له اروپايي ټولنې د برتانیا وتل د هیواد په ګټه دی او د ملي ژوند یوه نوې دریڅه پرانېستل کېدونکې ده.