د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اورکزو پېښه کې د نښه شویو کسانو کورنیو سره د مرستې اعلان وشو


د اورکزو ځانمرګې حمله کې یو شمېر ژوبل شوي کسان د درملنې لپاره پېښور ته لېږدول کېږي.
د اورکزو ځانمرګې حمله کې یو شمېر ژوبل شوي کسان د درملنې لپاره پېښور ته لېږدول کېږي.

کوهاټ ـ د خېبر پښتونخوا ګورنر شا فرمان وايي د اورکزو په کلایه سیمه کې ځانمرګې حمله کې د نښه شویو کسانو له کورنیو سره به لازمې مرستې کوي.

نوموړي دا څرګندونې د نومبر پر ۲۵مه د کوزه اورکزو کلایه سیمې ته د دورې پرمهال وکړې، چېرته چې د تېرې جمعې پر ورځ په یوه چاودنه کې ۳۳ کسان وژل شوي او ۵۶ نور ژوبل شوي وو.

ګورنر وویل، په اورکزو کې د ترسره شوي برید او په کراچۍ کې د چین پر قونصلګرۍ تر سره شوي برید کې یوشان والی لېدل کېږي.

((مسئله دا ده چې د جمعې پر ورځ په اورکزو کې څه وشول او بیا په کراچۍ کې د چین پر قونصلګري برید، په دواړو کې مماثلت شته دی. یو خو دا د دې ملک د جوړولو لپاره د چین د اقتصادي راهدارۍ پروژه په نښه شوې، بل خوا دلته د فرقه ییزو نښتو د پیدا کولو کوشش شوی، دا ډېر لوی چیلنج دی او مونږ به یې د مقابلې لپاره متحد کېږو.))

بل خوا د قامي اسمبلۍ غړی جواد حسين وايي، د اوکزو پېښه کې د وژلو شویو کسانو کورنیو ته به لس لس لکه او د سختو ژوبلو شویو کسانو کورنیو ته به پنځه پنځه لکه معاوضه ورکول کېږي. د دې ترڅنګ هغه کسان چې معمولي ژوبل شوي هغو ته به یو یو لک روپۍ ورکول کېږي.

خو د متحده قبایل ګوند یو مشر ملک حبیب نور وايي، حکومت دې د اورکزو پېښه کې د وژلو شویو کسانو کورنیو ته د شهید پیکیج اعلان وکړي:

((د یو پاکستاني په توګه ټولو وګړو ته باید یو شان وکتل شي. موږ ګورو چې په پنجاب کې د تېلو په یو ټانکر کې د سوځېدلو کسانو کورنیو ته ۳۰ لکه روپۍ ورکړل شوې خو کله چې پښتانه د داسې حوادثو سره مخ کېږي، ډېر په مشکله ورته درې لکه روپۍ ورکول کېږي.))

ملک حبیب نور وړاندې وویل، که حکومت داسې ونه کړي نو دوی به په احتجاج لاس پورې کړي.

د اورکزو اېجنسۍ په کلایه هېډ کواټر کې د تېرې جمعې پر ورځ دغه بمي چاودنه هغه وخت وشوه کله چې په بازار کې د جمعې مېله لګېدلې وه او هلته د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه وه.

د پېښور کور کمانډر وايي، دا يوځانمرګی بريد وو چې پکې لس کېلو ګرامه چاودیدونکي مواد ځای پر ځای شوي وو.

د اورکزیو په کلايي سیمه کې زياتره شیعه مسلمانان اوسېږي او د بريد ځای ته څېرمه د هغوی يوه مدرسه هم شته. تر دې دمه د دې بريد ذمه واري چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG