د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې بریدونه د دښمنانو کار دی: عمران خان


د پاکستان وزير اعظم عمران خان
د پاکستان وزير اعظم عمران خان

د پاکستان وزير اعظم عمران خان ويلي چې د نومبر پر۲۳مه په کراچي او د اورکزو په کلايه کې ترهګريزې پېښې د هېواد د دښمانانو کار دی.

هغه د نومبر پر ۲۳مه پر خپله ټويټر پاڼه خپاره شوي پيغام کې د دې پېښو غندنه کړې او زیاته کړې یې ده چې دا پېښې د هېواد کمزوري کولو په موخه شوي دي.

عمران خان وويل چې د دې ډول پېښو په اړه له مخکې څخه اندازه وه ځکه چې د ده په خبره د چين سفر يې ډېر کامياب و.

د اپوزيشن ګوندونو يو شمېر مشرانو، د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوتېريش او امریکا هم د دې بريدونو په کلکو ټکو کې غندنه کړې.

تر دا مهال د کلايي د بريد ذمه واري چا نه ده منلې خو په کراچۍ کې د چينايي کونسلګرۍ د بريد ذمه واري بلوڅ بيلتون غوښتونکې ډلې بي ايل اې منلې ده.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG