د لاسرسي ځای

تازه خبر

'اورکزیو کې دې پر سیاسي فعالیتونو بندېز مکمل ختم کړل شي'


په اورکزیو ايجنسۍ کې سياستوالان، خبريالان او ځوانان وايي، چې پر دوی لګېدلو بندېزونه کې نرمي راغلې خو بايد چې د دوی پر فعالیتونو لګېدلی بندېز په بشپړه توګه هیسته کړل شي.

د اورکزيو پريس کلب مشر صالح الدين اورکزي د شورو پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې د نهې پر ورځ له خبريالانو سره په ملاقات کې د ايجنسۍ د سکاوټ مشر وويل چې د دې سيمې خبریالان اوس کولی شي هغه مسلې رپوټ کړي د کومې چې د اورکزیو ايجنسۍ سيکټر کمانډنټ يا د پوځي څانګې مشر اجازه ورکړي.

له دې څو ورځې مخکې د اورکزیو پرېس کلب مشر مشال ريډيو ته ويلي وو چې دوی به له پوځ او امنيت سره تړلي خبرونه نه رپوټوي خو دوی ته دې په نورو مسلو د رپوټېنګ اجازه ورکړل شي.

په پاکستان کې د رسنيو څارنې سازمان فريډم نېټورک هم اورکزیو ايجنسۍ ته د خبريالانو په ورتګ يا له هغه ځايه په رپوټنګ بندېز په سختو ټکیو غندلی وو. د دې سازمان مشر اقبال خټک مشال راډيو ته ويلي وو چې له پينځو مياشتو راهيسې د امنيتي ادارو لخوا دغه بندېز لګول شوی. د ده په خبره دا بندېز چې د امنيتي اندېښنو له وجې لګول شوی غير اييني ګام دی.

بلخوا د قبايلي زده کونکیو سازمان مشر الياس اورکزی وايي چې دوی هم د اورکزیو سکاوټ مشر نن د زيارت پر ورځ رابللي دي او تمه ده چې دغلته د دوی په فعاليتونو لګيدلي بندېزونه په بشپړه توګه لیرې کړل شي.

نوموړی وايي دوی اوس پر فېسبوک خپل فعاليتونه کولی شي او کرکټ تورنمنټونه هم جوړوي خو لا هم په خپله خوښه په ټوله ايجنسۍ کې نه شي ګرځېدلی.

بلخوا د اورکزو ايجنسۍ د مسلم ليګ ځاي مشر خان زمان اورکزی وايي چې لا هم دوی په خپله سيمه کې خپل سياسي فعاليتونو پرمخ نه شي بيولی. نوموړی وايي انتخاباتو ته لږه موده پاتې ده خو دوی خپلې جلسې نه شي کولی.

خو د پاکستان تحريک انصاف اورکزیو ايجنسۍ صدر ګل محمد بيا وايي چې د چارواکیو لخوا د دوی د جلسو او کرکټ ټورنمنټونو په کولو ځکه بندېز دی، هسې نه چې یوڅوک د ګڼې ګوڼې په ځای کې چاودنه وکړي. خو نوموړی وايي اوس يې وړې وړې سياسي غونډې پیل کړي دی.

بلخواد اورکزیو ايجنسۍ د پوليټیکل انتظامیې يوه چارواکي حسین شاه مشال راډيو ته ويلي دي چې دوی ته په دې اړه هېڅ مالومات نه شته چې ګنې دغلته د خبريالانو، سياستوالو او ځوانانو پر فعاليتونو څه قسمه بندېز دی.

نوموړی زياتوي چې په دی لړ کې ورته نه کوم نوټس ورغلی او نه هم ورته چا شکايت کړی.

مشال راډيو هڅه وکړه چې د اورکزو ايجنسۍ له ځايي پوځي چارواکیو سره خبرې وکړو خو بريالي نه شو.

ياده دې وي چې په ۲۰۱۰ م کال کې په اورکزیو ايجنسۍ کې د مشکوکو وسله والو پرضد عمليات هم ترسره شوي وو.

XS
SM
MD
LG