د لاسرسي ځای

تازه خبر

بریتانیا او اروپايي ټولنه وروستۍ موافقې ته ورسېدل


د اروپایي تولنې لوګو.

د اروپايي ټولنې د شورا مشر ډونلډ توسک وايي، بریتانیا او ټولنه په اصولي توګه د راتلونکي تعلق پر اعلامیه سلا شوي او کېدای شي چې د ټولنې په سرمشریزه کې منظوره شي.

ټاکل شوې چې بریتانیا د راتلونکي کال د مارچ پر ۲۹مه له اروپايي ټولنې څخه ووځي او ډېپلوماټان هڅه کوي چې د دې بهیر پر شرایطو او له ټولنې سره د لندن د راتلونکو اړیکو په اړه موافقه بشپړه کړي.

د اروپايي ټولنې سرمشریزه د نومبر پر ۲۵مه کېږي چې پکې به د دې موافقې د منظورۍ فیصله کېږي.

توسک د نومبر پر ۲۲مه وویل، د اروپايي کمېشن مشر ژان کلاود یونکر خبر ورکړی دی چې د مرکچیانو پر کچه او پر سیاسي کچه، په اصولي توګه پر اعلامیه موافقه شوې چې د ټولنې مشران به یې منظوروي.

هغه وویل، د دې اعلامیې پر متن بېګا د یونکر او بریتانوۍ وزیراعظمې تیریزا مې ترمنځ خبرې وشوې.

ټاکل شوې چې مې د نومبر پر ۲۲مه د پېښور له وخت سره سم د ماخوستن پر اووه نیمو بجو د خپل هېواد پارلېمان ته وینا وکړي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG